Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
دا آيت مبارک تلاوت کړو: ([1])
وَ لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰى مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ﳔ لِنَفْتِنَهُمْ فِیْهِؕ-وَ رِزْقُ رَبِّكَ خَیْرٌ وَّ اَبْقٰى(۱۳۱) (پارہ:16، سورۀ طٰہٰ:131)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او اے اوريدونکيه! مونږه د مخلوق مختلفو ډلو ته چې د دُنيا کومه تر او تازګي د فائدې اوچتولو د پاره ورکړې ده د پاره د دې چې مونږه پۀ دې باره کښې د هغوئي ازميښت اوکړو نو د هغې طرف ته خپلې سترګې مۀ غزوه، او ستا د رب رزق د ټولو نه ښۀ او د ټولو نه زيات باقي پاتې کيدونکے دے۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے سيرت دے۔۔۔!! چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ زړۀ کښې د دُنيا محبت وي، داسې خو هډو کيدے نشي۔۔۔!! هغوئي د الله پاک محبوب دے۔ د دې سره سره به رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ظاهري توګه هم پرهيزګاري اِختياروله يعنې دُنيا او د دې مال وغيره ته به يـې هډو نظر نۀ فرمائيلو۔
د سپرلي موسم وو، حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها پۀ تنهايۍ کښې وه، خادمې يـې عرض اوکړو: بهر راشئ او د ښکلي فطرت نظاره اوکړئ، وګورئ چې الله پاک کائنات څومره ښکلے جوړ کړے دے۔ اوئې فرمائيل: زما مقصد صنعت (يعنې مخلوق) ته کتل نۀ، صانِع (خالق يعنې د جوړوونکي) نظاره کول دي، تۀ هم تنهايۍ ته راشه او د صانِع مشاهده اوکړه! ([2]) (يعنې پۀ پوره توجه سره د الله پاک پۀ ذِکر او فِکر کښې مصروفه شه او پۀ زړۀ کښې