Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
دے * هُم هغه ستا مالِک دے * هُم هغه ستا خالِق دے * هُم هغه ستا رَبّ دے * هُم هغه د عبادت لائق دے او هغه د هر څيز ښۀ پوره عِلم لري۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ څومره زړۀ راښکونکے آيت مبارک دے، څومره پۀ صفا صفا او ساده الفاظو کښې د الله پاک د نعمتونو اِحساس راکړے شوے دے، که مونږ پۀ رښتوني زړۀ سره پۀ دې آيت مبارک باندې ځان پوهه کړو، پۀ دې باندې غور اوکړو نو داسې نشي کيدے چې د الله پاک محبت زمونږ زړۀ ته کوز نشي۔ لږ تصور خو اوکړئ چې هغه څومره رحمان او رحيم رَبّ دے، څومره عظيم رَبّ دے کوم چې د کائنات پۀ ذره ذره کښې زمونږ د پاره فائدې ايښودې دې * تاسو لږ غور اوکړئ چې دا زمکه زمونږ د پاره پيدا کړے شوه * اسمان زمونږ د پاره جوړ کړے شو * سوچ اوکړئ چې الله پاک زمکه د فرش پۀ شکل کښې وغوړوله، که دا د ديوال پۀ شان پۀ ولاړ حالت کښې وه نو مونږ به پۀ دې باندې څنګه اوسيدو * الله پاک زمکه نرمه پيدا کړه، که چرې تاسو غر ته ختلي يـۍ نو اندازه به درته کيږي چې غر ته ختل څومره ګران وي، ښپې ستړې کيږي، د ښپو تَلي درد کوي، قربان شم! الله پاک زمکه د غر پۀ شان سخته جوړه نۀ کړه بلکې نرمه يـې جوړه کړه د پاره د دې چې پۀ دې باندې پۀ اسانه خلق ګرځيدے شي * الله پاک دا زمکه د مور پۀ شان جوړه کړه، پۀ دې کښې يـې د پالنې صلاحيت ايښودے دے، مونږ پۀ زمکه کښې يو وړوکے شان تخم واچوو، زمکه هغه پۀ ځان کښې دننه پالي، هغې له خوراک ورکوي، بيا د هٰغه وړوکي شان تخم نه ونه جوړه کړي، الله پاک فرمائې:
وَ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْزُوْنٍ(۱۹) (پارہ:14، سورۀ الحجر:19)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هر څيز مو پکښې پۀ يوه ټاکلې اندازه رازرغون کړو۔