Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

جوړوونکے خو شته خو هغه څوک حيُّ و قَيُّوم هستي نۀ ده بلکې څۀ اُصول او ضابطې دي، د کومې له وجهې چې کائنات جوړ شو او چليږي روان دے۔

لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّۃ اِلَّا بِاللہ! څنګه ړاندۀه دي۔۔۔!! څوک چې پخپله Blind (يعنې ړوند) دے، هغۀ نظر لرونکي، عقل او شعور لرونکي انسانان څنګه جوړ کړل۔۔۔!! نا! نا۔۔۔!! د کائنات پۀ ذره ذره کښې چې د فائدې رسولو کومې مادې موجودې  دې، دا ښائي چې کائنات د څۀ حادثې نتيجه نۀ ده بلکې د يو هستۍ شاهکار دے او هٰغه هستي څنګه ده؟

وَ هُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۠(۲۹) (پارہ:1، سورۀ البقرۃ:29)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغه پۀ هر څيز پوهيږي۔

 چا چې دا کائنات جوړ کړے دے، هٰغه واحِد لا شريک خُدائے د هر څيز پوره عِلم لرونکے دے، ځکه خو يـې پۀ هر څيز کښې ډيرې فائدې ايښودي دي۔

د کائنات پۀ باره کښې يو قرآني وضاحت

يوه ډيره ښکلې خبره ده، قرآنِ کريم چي کله د دې دُنيا رازونه رابرسيره کړل نو پۀ دې کښې يـې يو لوئي اړخ ته زمونږ پام راګرځولے دے، ارشاد دے:

وَ مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ مَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّؕ- (پارہ:14، سورۀ الحجر:85)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او مونږه اسمانونه او زمکه او کوم څۀ چې د دې ترمينځه دي ټول پۀ حقه سره جوړ کړي دي۔

هر څيز د حق سره پيدا کړے شوے دے۔ د حق معنیٰ ده : د يو څيز چې کله ضرورت وي، پۀ څومره مقدار کښې ضرورت وي، پۀ کوم حساب سره ضرورت وي، هغه هُم هٰغه