Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
دا ټول کائنات زمونږ د فائدې د پاره جوړ کړے شو، د دې پۀ يو څو اړخونو باندې مونږ غور اوکړو، اوس پۀ دې آيت مبارک باندې د يو بل اړخ نه غور اوکړئ! دا زمکه، اسمانونه، سپوږمۍ، نمر، ستوري، دا هواګانې، دا فضاګانې، دا وريځې، دا بارانونه، دا ځنګلونه، دا واديانې، اوچت اوچت غرونه، روانې چينې، د مرغو ښکلي اوازونه، دا هر څۀ زمونږ د پاره دي، اوس پۀ دې هم لږ غور اوکړئ! مونږ د چا د پاره يو؟ الله پاک فرمائي:
وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ(۵۶) (پارہ:27، سورۀ الذریت:56)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ما پيريان او انسانان هُم د دې د پاره پيدا کړي دي چې زما عبادت کوي۔
اَللہُ اَکْبَر! ګويا فرمائيلے کيږي: اے انسانه! دا زمکه، دا اسمانونه، دا هواګانې، دا ستوري، هر څۀ ستا د پاره خو تۀ زما د پاره۔۔۔!! ډاکټر اِقبال وئيلي وو:
نہ تُو زمیں کے لئے ہے نہ آسماں کے لئے
جہاں ہے تیرے لئے، تُو نہیں جہاں کے لئے
د دې نه پس يـې ډيره ښکلې خبره کړې ده:
مقامِ پرورشِ آہ و نالہ ہے یہ چمن
نہ سیرِ گل کے لئے ہے نہ آشیاں کے لئے([1])
وضاحت: د آه و ناله مطلب دے: عشق۔ يعنې مونږ دې دُنيا ته د سيل او مزو د پاره نۀ يو راغلي، دلته د کورونو، محلونو، بنګلو جوړولو د پاره نۀ يو راغلي بلکې دا دُنيا د آه وناله د پرورش مقام دے يعنې مونږ دلته دې د پاره يو چې پۀ خپل زړۀ کښې د الله پاک محبت ته وده ورکړو، ورځ پۀ ورځ هم دغه محبت زياتوو۔ د دې کار د پاره مونږ دې دُنيا ته راغلي يو۔