Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
او اسباب حفاظت فرمائي، د هغۀ پۀ زړۀ کښې د دُنيا نه بے نيازي پيدا کړي او دُنيا د هغۀ خوا له ذليله راځي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بيان خُلاصه دا ده چې الله پاک هر څۀ زمونږ د پاره، زمونږ د فائدې د پاره جوړ کړے، دا زمکه، اسمانونه، سپوږمۍ، نمر، ستوري، ټول هر څۀ ورځ او شپه زمونږ پۀ خِدمت کښې مصروف دي خو مونږ يـې د دې جهان د پاره نۀ يو جوړ کړي بلکې هر څۀ زمونږ د پاره دي او مونږ د خُدائے د پاره يعنې د هغۀ د عبادت د پاره يو۔ ځکه پۀ زړۀ کښې د الله پاک د محبت زياتولو کوشش اوکړئ! د هغۀ پۀ عبادت کښې يـې ولګوئ، د زړۀ نه د دُنيا محبت اوباسئ او صرف او صرف د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت کوونکي جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به مو بے شميره برکتونه نصيب شي۔ يو ځل حضرت حارثه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړو: زۀ رښتونے مؤمِن يم۔ پۀ دې باندې رحمتِ عالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: وَمَا حَقِيْقَةُ ذَلِكَ يعنې ستا د ايمان حقيقت څۀ دے؟ عرض يـې اوکړو: زۀ د دُنيا نه يو طرف ته شوے يم او زما پۀ نزد کاڼي او سرۀ زر برابر دي او اوس زما حالت دا دے چې ګويا جَنَّت او دوزخ او د الله پاک عرش زما مخې ته دي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد وفرمائيلو: عَرَفْتَ فَالْزَمْ عَبْدٌ نَـوَّرَ اللہُ قَلْبَهٗ بِالْاِيْمَانِ يعنې تا معرفت [يعنې د الله پاک پيژندنه] حاصله کړې ده اوس پۀ دې باندې ثابت قدم اوسه، تۀ داسې بنده يـې د کوم زړۀ چې الله پاک د اِيمان پۀ نُور باندې روښانه کړے دے۔ ([2])