Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

شان بياموندے شي۔ ([1]) مطلب دا دے چې پۀ کائنات کښې هر څيز د يوې اندازې مطابق دے، چې څومره ضرورت وو، چې کوم کوم وخت يـې ضرورت وو، پۀ کوم کوم حساب سره چې يـې ضرورت وو، هر څيز هم پۀ هٰغه حساب سره موجود دے۔ زۀ د دې يو ساده شان مثال عرض کووم، سائنس دانان نن سبا د زمکې نه علاوه بله يوه سيَّاره (Planet) لټوي چرته چې انسان ژوند تيرولے شي، دې لړ کښې سپوږمۍ د خپلې استوګنې ځائے جوړولو کوشش اوکړے شو خو معلومه شوه چې هلته درجۀ حرارت (Temperature) زيات دے، ځکه هلته ژوند تيرول ډير ګران دے، بيا د مريخ پۀ باره کښې تحقيقات شروع شول، معلومه شوه چې هلته درجۀ حرارت کم دے، ځکه د زمکې پۀ نسبت هلته هم ژوند تيرول ګران دي۔ زمکه يوه داسې سياره ده کومه چې د نمر نه بالکل پۀ صحيح فاصله باندې ده، نۀ دلته ډير يخ والے دے، نۀ دلته ډيره ګرمي ده، ځکه مونږ دلته پۀ اسانۍ سره ژوند تيرولے شو۔

سُبْحٰنَ اللہ! اوس لږ غور اوکړئ چې هغه څوک دے کوم چې زمکه داسې بالکل پۀ صحيح فاصله باندې ساتلې ده؟ د دې درجۀ حرارت يـې بالکل داسې پۀ اِعتدال وساتو چې مونږ دلته پۀ اسانۍ سره ژوند تيرولے شو؟ آيا دا څۀ حادثه ده؟ نا۔۔۔!! نا۔ دا د هٰغه عظمت والا خُدائے تخليق دے کوم چې د هر څيز ښۀ عِلم لري او هغه دا زمکه جوړه کړې ده، د چا د پاره؟ زمونږ د فائدې د پاره۔

تۀ نۀ يـې د جهان د پاره۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًاۗ- (پارہ:1، سورۀ البقرۃ:29)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هُم هغه دے چا چې څۀ پۀ زمکه کښې دي ټول ستاسو د پاره پيدا کړي دي۔


 

 



[1]... مفرادتِ القرآن ، کتاب الحاء، صفحہ:140۔