Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اِمامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شاتوت پاڼه د خُدائے د وجود دليل جوړ کړو خو پۀ دې واقعه باندې د يو بل اړخ نه غور اوکړئ! الله پاک چې د شاتوت پۀ پاڼه کښې څومره هم صلاحيتونه ايښودي دي، د دې فائده چا ته رسي؟ د دې نه ريښم جوړيږي، آيا دا د ريښمو چينجے استعمالوي؟ نا۔۔۔!! مونږ يـې اِستعمالوو۔ * دا چې هوسۍ وخوري نو د دې نه مشک جوړيږي، آيا دغه مشک هوسۍ اِستعمالوي؟ نا۔۔۔!! مونږ يـې اِستعمالوو * دا چې چيلۍ وخوري نو د دې نه پۍ جوړيږي، آيا دا پۍ چيلۍ پخپله څښي؟ نا۔۔۔!! مونږ يـې څښو۔ دا صرف د شاتوت د پاڼو خبره نۀ ده، پۀ هره يوه ونه کښې داسې پۀ زرګونو خاصيتونه ايښودے شوي دي، دا هر څۀ د چا د پاره۔۔۔؟ زمونږ د فائدې د پاره۔

فلسفی کی عقل چکر کھائے صدہا سال تک            کب تری حکمت سے ہو آگاہ رَبُّ العالمین!([1])

د ړوند عقل والا ړاندۀ

  پۀ دې دُنيا کښې يوه طبقه ده کومې ته چې مُلحِد (Atheist) وئيلے کيږي۔ دا خلق داسې وائي چې د دې دُنيا هيڅ خُدائے نشته، دا دُنيا هم پخپله جوړه شوې، هم پخپله چليږي۔ تر څو پورې چې سائنس ترقي نۀ وه کړې، دې خلقو هم دا نظريه لرله خو کله چې سائنس ترقي اوکړه، پۀ سلګونو  کهکشاګانې دريافت شوې، د کائنات وسعت معلوم شو نو هغوئي هم دا ومنله چې دومره لوئي کائنات پخپله بغير د چا جوړوونکي نه څنګه چليږي، داسې ممکن نۀ ده۔ ځکه هغوئي پۀ خپله نظريه کښې لږ شان بدلون راوستو، يو لوئي مُلحِد وو، هغه کتاب وليکو: The Blind watch maker (ړوند ګړي ساز)، د ګړۍ نه د هغه مُراد کائنات دے۔ يعنې بيا هغوئي دا نظريه جوړه کړه چې کائنات


 

 



[1]... نورِ ایمان، صفحہ:47۔