Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ اذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَ تَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًاؕ(۸) (پارہ:29، سورۀ المزمل:8)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د خپل رب نوم ياد کړه او د ټولو نه جُدا شوے هُم د هغۀ جوړ شوے اوسه۔
د تَبَتَّل معنیٰ ده: دِل اَزْ دُنیا بُرِیْدَنْ يعنې د زړۀ نه دُنيا بهر غورځول۔ ([1]) ګويا فرمائيلے کيږي چې د زړۀ نه دُنيا بهر وغورځوه او صرف او صرف د الله پاک شه!
د الله پاک خوښ بنده جوړوونکے عمل
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِزْهَدْ فِي الدُّنْيَا يُحِبَّكَ اللَّهُ يعنې که تۀ غواړې چې الله پاک ستا سره محبت اوکړي نو د دُنيا نه بے رغبتي اِختيار کړه۔ ([2])
اوښو ته يـې نظر اونۀ فرمائيلو۔۔۔!!
يو ځل زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره پۀ يو ځائے تيريدلو، پۀ لاره کښې پۀ يو ځائےکښې بلاربې اوښې پۀ نظر راغلې، بلاربې اوښې د عربو پۀ نزد ډيرې قيمتي او خوښې ګڼلے کيدلې، کله چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اوښو پۀ خوا تيريدلو نو خپل مخ مبارک يـې واړولو۔ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا زمونږ د ټولو نه ښۀ مال دے، تاسو دې طرف ته نظر ولې نۀ فرمايۍ؟ اوئې فرمائيل: قَدْ نَہَی اللہُ عَنْ ذٰلِکَ يعنې الله پاک د دې نه منع فرمائيلې ده۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم