Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

* بيا پۀ دې زمکه کښې پۀ زرګونو قِسمه معدنيات هم ايښودے شوي دي، د کومو نه چې مونږه فائدې اخلو * سوئي ګيس څومره لوئي سهولت دے، دا مونږ ته د زمکې نه ميلاؤيږي * پټرول څومره لوئي نعمت دے، د زمکې نه ميلاؤيږي * دغه شان نور ډير نعمتونه مثلاً مالګه، سرۀ زر، اوسپنه، چونه، جپسم، کوئله وغيره، دا ټول معدنيات مونږ ته هُم د زمکې نه ميلاؤيږي او دا فائده چا ته رسوي؟ مونږ انسانانو ته يـې رارسوي۔

د ځناورو فائدې

دغه شان الله پاک ځناور پيدا کړل، دا هم زمونږ د فائدې د پاره دي * پۀ کلو،بانډو کښې عام طور دا منظر پۀ نظر راځي چې 5، 10 يا 15، 20 غواګانې، ميښې وي او يو وړوکے شان هلک ډَانګ پۀ لاس دغه غواګانې او ميښې ښۀ پۀ ترتيب سره بوځي رابوځي، تاسو اندازه لګولے شئ چې د لوئي اختر پۀ موقع باندې د يوې غوا د قابو کولو د پاره 10، 12 کسان راجمع کيږي، بيا هم غوا بعضې وخت نۀ قابو کيږي، دومره طاقتوره وي خو څومره کمال دے، يوه نۀ، ډيرې غواګانې ميښې هم يو ځوان  روانې کړي وي ، دا تسخير دے يعنې الله پاک دا څاروي زمونږ پۀ قابو کښې راوستي دي، دا څومره لوئي نعمت دے * بيا د دې ځناورو نه مونږ ته پۀ زرګونو قِسمه فائدې ميلاؤيږي * غوښه او د دې پۀ ذريعه پروټين، طاقت ، د غوښې نه پۀ سوونو قِسمه طِبي فائدې د ځناورو پۀ ذريعه مونږ ته ميلاؤيږي * پۍ، ماسته، کوَچ، پنير وغيره ډير ډيري پروډکټس د ځناورو پۀ وجه دي* بيا زمونږ پيزار، ډيرې جامې خاص طور پۀ يخنۍ کښې اغوستي کيدونکي بنينونه، جرسي، جيکټ کوم چې د څرمن نه جوړولے کيږي، دا هم د ځناورو نه ميلاؤيږي، د دې ځناورو نورې څۀ څۀ فائدې دي؟ الله پاک فرمائي: