Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
الله پاک دې مونږ ته هم د پرهيزګارۍ او تقویٰ داسې دولت راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
مَدَني قاعِده موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ اسانۍ سره مَدَني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: که پۀ بنين يا پۀ جامو باندې د ماشي وينه ولګي نو پۀ هٰغه جامو نـمونځ کيږي۔
وضاحت: دا يوه اهمه مسئله ده، د معلوماتو د کمي پۀ وجه بعضې وخت پۀ دې باره کښې د پريشانۍ سره هم خلق مخ کيږي، مثلاً سحر د خوب نه رابيدار شي او وګوري چې پۀ جامو باندې يـې د ماشي وينه لګيدلې ده، بيا پريشانه وي چې څۀ اوکړي؟ بعضې