Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
زنانه پۀ عشق کښې ټوله شپه تيره کړه او ما ته هډو د وخت پته اونه لګيده۔۔۔!! کاش چې دا شپه مې د الله پاک پۀ محبت کښې، د هغۀ پۀ ياد کښې تيره کړې وه۔۔۔!!
بس پۀ زړۀ کښې يـې د نصيحت نه ډک، د عبرت والا، د نيکۍ والا خيال راغلو، هغه پۀ رښتوني زړۀ توبه کړه او پۀ نيک کارونو کښې مصروف شو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک دې مونږ د مجازي عشق د افت نه محفوظ کړي، که زمونږ پۀ زړۀ کښې د کومې زنانه عشق نۀ هم وي، بيا دې هم مونږ غور اوکړو چې پۀ دُنيا ښه کولو ښه کولو، پۀ زړۀ کښې د دُنيا د حرص، د مال او دولت پۀ خواهش کښې څومره منټونه، څومره ګينټې، څومره ورځې او څومره کلونه مونږ تير کړل! حالانکې مونږ د دُنيا د پاره نۀ يو پيدا کړے شوي، مونږ خو د عبادت د پاره پيدا کړے شوي يو، مونږ خو دې د پاره دُنيا ته راغلي يو چې پۀ زړۀ کښې د الله پاک محبت زيات کړو، د هغۀ د محبت نه زړۀ ډک کړو او د هغۀ پۀ حُضُور کښې سر ټيټ کړو، کاش چې زمونږه دا ورځې، دا مياشتې، دا کلونه د الله پاک پۀ محبت کښې تير شوي وو نو نن به مونږ د څۀ نه څۀ جوړ شوي وو۔۔۔!!
پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې پۀ داسې حال کښې سحر کړو چې د هغۀ مقصد صرف دُنيا حاصلول وي نو الله پاک د هغۀ معاملې خورې ورې کړي، د هغۀ مال او اسباب تالا ترغه کړي او هغه غريب کړي او هغۀ ته د دُنيا نه هُم هٰغه همره حصه ميلاؤيږي څومره چې د هغۀ پۀ نصيب کښې ده او چا چې پۀ داسې حالت کښې سحر کړو چې د هغۀ مقصد اخرت وي نو الله پاک د هغۀ اِرادې مضبوطې کړي، د هغۀ د مال