Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
د اِمامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه مختصر مناظره
يو ځل د اِمامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له ځينې کافران راغلل، هغوئي د اِمامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوکړه:چي دا راته ووايئ چې د خُدائے پۀ وجود څۀ دليل دے؟ (کيدے شي چې اِمام شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه وخت د شاتوت د ونې سره نزدې ناست وو، ځکه يـې) وفرمائيل: هُم دا د شاتوت ونه زما د قادِر او قَيُّوم الله پاک د وجود دليل دے۔ کافرانو ووئيل: هغه څنګه؟ اوئې فرمائيل: وګورئ! د دې شاتوت پاڼه که چرې هوسۍ وخوري نو د هغې نه مشک جوړ شي، که دا پاڼه چيلۍ وخوري نو پۍ ترينه جوړ شي او دا پاڼه که چرې د ريښم چينجے وخوري نو د دې نه ريښم جوړيږي فَمَنِ الَّذِیْ جَعَلَ ہٰذِہِ الْاَشْیَاءَ کَذَالِکَ مَعَ اَنَّ الطَّبْعَ وَاحِدٌ نو هغه څوک دے؟ کوم چې هُم يوې پاڼې ته دومره شکلونه عطا کوي، حالانکې پاڼه يوه ده، د دې طبيعت يو دے، ميټريل يو دے، بس خوړونکي ځناور چې بدليږي نو د دې پاڼې نه جوړيدونکي څيزونه هم بدليږي۔ بس کوم ذات چې د يوې پاڼې نه کله مشک، کله پۍ او کله ريښم جوړوي، هُم هغه ته خُدائے وئيلے شي، پۀ دې ښکلي دليل اوريدو هٰغه کافِرانو فوراً کلمه ووئيله او مسلمانان شول۔ ([1])
کوئی تو ہے جو نظامِ ہستی چلا رہا ہے، وہی خدا ہے
دکھائی بھی جو نہ دے، نظر بھی جو آرہا ہے، وہی خدا ہے
سفید اُس کا، سیاہ اُس کا، نفس نفس ہے گواہ اُس کا
جو شعلۂ جاں کو جلا رہا ہے، بجھا رہا ہے، وہی خُدا ہے
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد