Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

وَ تَحْمِلُ اَثْقَالَكُمْ اِلٰى بَلَدٍ لَّمْ تَكُوْنُوْا بٰلِغِیْهِ اِلَّا بِشِقِّ الْاَنْفُسِؕ-اِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌۙ(۷) وَّ الْخَیْلَ وَ الْبِغَالَ وَ الْحَمِیْرَ لِتَرْكَبُوْهَا وَ زِیْنَةًؕ-وَ یَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ(۸) (پارہ:14، سورۀ النحل:5-8)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغۀ ځناور پيدا کړل، پۀ هغو کښې ستاسو د پاره ګرمې جامې او ډيرې فائدې دي او د هغو نه تاسو خوراک هم کوۍ۔ او ستاسو د پاره پۀ هغو کښې ښائست دے چې کله تاسو هغو ماښام بيرته راولۍ او چې کله يـې څَرَوَلو له پريږدۍ۔ او هغه ځناور ستاسو بارونه اوچت کړي داسې ښاره پورې وړي چرته چې تاسو خپل ځان پۀ مشقت کښې اچولو نه بغير نشۍ رسيدلے، بے شکه ستاسو رب ډير زيات مهربانه رحم کوونکے دے۔ او (هغه) اسونه او قچر خرۀ (پيدا کړل) چې تاسو پرې سورلي اوکړۍ او دا ستاسو د پاره ښائست دے او (لا نور) داسې څيزونه به پيدا کوي کوم چې تاسو ته نۀ دي معلوم۔

د غرونو فائدې

  دغه شان غرونو ته وګورئ! دا اوچت، چرته شنه، چرته پۀ واورو کښې پټ سپين او نور ډير قِسمه رنګونو والا غرونه۔۔۔!! دې ته د زمکې ميخونه فرمائيلے شوي دي۔ الله پاک فرمائي:

وَ اَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ (پارہ:14، سورۀ الحجر:19)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ هغې کښې مو لنګرې واچولې۔

پۀ روايتونو کښې دي: کله چې زمکه پيدا کړے شوه نو دا خوزيدله، پۀ دې باندې به ودريدل نۀ کيدل ، بيا الله پاک پۀ دې باندې غرونه پيدا کړل،نو زمکه ودريدله ([1]) ځکه


 

 



[1]... ترمذی، کتاب التفسیر القرآن، صفحہ:776، حدیث:3369۔