Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

اَلۡـحَـمۡـدُ لـِلّٰـہِ رَبِّ الۡـعٰـلَـمِیۡنَ       ؕ وَ الـصَّـلٰـوۃُ  وَالـسَّـلَامُ عَـلٰی  خَاتَمِ النَّبِیِّن   ؕ

اَمَّـا بَــعۡـدُ   فَـاَعُـوۡذُ   بِـا لـلّٰـہِ   مِـنَ  الـشَّـیۡـطٰنِ  الـرَّجِیۡمِ  ؕبِـسۡمِ  الـلّٰـہِ  الـرَّحۡـمٰنِ  الـرَّحِـیۡمِ ؕ

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه                                                                اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه                                                                               اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

حضرت حُذيفه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې صحابئ رسول دے، هغوئي ته صاحِبُ سِرِّ رسولِ الله يعنې د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راز دار هم وئيلے شي، هغوئي فرمائي: ‌اَلصَّلَاۃُ‌عَلَی ‌النَّبِيِّ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ سَلَّم تُدْرِكُ الرَّجُلَ وَوَلَدَهٗ‌ وَوَلَدَ‌وَلَدِهِ يعنې پۀ رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درودِ پاک (وئيل داسې د برکت والا عمل دے چې د دې) برکتونه درود لوستونکي ته هم ميلاؤيږي، بيا د هغۀ اولاد ته هم ميلاؤيږي او د هغۀ د اولاد اولاد (يعنې نمسو او کړوسو) ته هم رَسي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره عظيم برکتونه دي۔۔۔!! تقريباً پۀ دُنياکښې د هر پلار سره د خپل اولاد فِکر وي، ټول غواړي چې زما نه پس زما اولاد ته پريشاني نۀ وي، خلق جائيدادونه جوړوي، بينک بيلنس جوړوي، شپه او ورځ محنت کوي او پيسه راجمع کوي، ولې؟ د خپل اولاد د روښانه مستقبل د پاره۔۔۔!! ډيره ښه خبره ده، د خپل اولاد فِکر کول پکار دي خو پۀ خپلو محنتونو کښې يو بَل محنت هم زيات کړئ! که مونږ د خپلو بچو حفاظت کول غواړو، مونږ د خپل اولاد خوشحالي غواړو، مونږ غواړو چې زمونږ د اولاد برکت نصيب شي، دوئي ته فائدې حاصلې شي نو دې د پاره د درودِ پاک وئيلو عادت جوړ کړئ! دا


 

 



[1]... القول البديع، الباب الثانی فی ثواب علی الصلاۃ علی النبی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم،  صفحہ:136۔