Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
وخت وروستو پته ولګي چې زما پۀ جامو باندې د ماشي وينه لګيدلې ده، بيا پريشانه وي چې کوم نـمونځونه يـې پۀ دغه جامو باندې کړي دي، د هغې به څۀ کيږي؟ نو پۀ دې باره کښې دا قاعده پۀ خپل ذِهن کښې کښينوئ چې دَمِ سائِل (يعنې داسې وينه کومه چې د بهيدو صلاحيت لري، هغه) پاکه نۀ وي ([1]) خو پۀ ماشي کښې چي کومه وينه ده، هغه د بهيدو والا نۀ ده، ځکه د ماشي وينه پاکه ده، که پۀ جامو باندې ولګي نو پۀ دې باندې جامې نۀ ګنده کيږي او پۀ دغه جامو باندې نـمونځ هم کيږي۔ پۀ بهارِ شريعت کښې دي: د مهيانو [يعنې کبانو] او د اوبو د نورو ځناورو او کټملو او ماشو وينه پاکه ده۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا شَهِيدُ
څوک چې سحر (يعنې د نمر راختو نه مخکښې مخکښې) د خپل نافرمانه ځوي يا لور پۀ تندي باندې لاس کيږدي او د اسمان طرف ته مخ کړي او 21 کرته يَا شَهِيدُ ولولي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغه هٰغه ځوي يا لور به نيک جوړ شي۔ ([3])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد