Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
غرونو ته د زمکې ميخونه وئيلے کيږي * د زمکې د وَچې حصې تقريباً پينځمه حصه غرونه دي * پۀ دُنيا کښې تقريبا 82 في صده تازه، صفا سوتره او خوږې اوبۀ د غرونو نه راوځي * ډير زيات معدنيات هم د دې غرونو نه راوځي * پۀ غرونو کښې ډير قِسمه بوټي وي، کوم چې پۀ علاج کښې پکار راځي * پۀ موسمياتي بدلون کښې يو لوئي کردار غرونه هم ادا کوي۔ دا ټولې فائدې د چا د پاره دي؟ زمونږ د پاره۔
الله پاک وَنې پيدا کړې، ځنګلونه يـې راوټوکول، دا هم زمونږ د فائدې د پاره دي* د ځنګلونو نه مونږ ته آکسيجن ميلاؤيږي * فرنيچر او پۀ ډيرو کارونو کښې استعماليدونکي لرګي د ځنګلونو نه حاصليږي * کاغذ پۀ کوم باندې چې نن هم د تعليم او تعلم دار و مدار دے، هُم پۀ دغه کاغذ باندې کتابونه چاپ کيږي، مونږ پۀ خپل امروزه کارونو کښې ډير قِسمه کاغذونه استعمالوو، دا کاغذ هم د لرګي نه جوړيږي * اوس هم پۀ دوايانو کښې ډير بوټي استعماليږي، هٰغه بوټي هم د ځنګلونو نه حاصليږي * بِيروزَه (Pine Gum)، چيړ او ډير قِسمه ميټريل هم د ځنګلونو نه حاصليږي * او يوه اهمه خبره د ځنګلونو پۀ موسم باندې ډير اثرات دي، نن سبا د کلائميټ چينج (يعنې موسمياتي بدلون) د ډيرې لوئي مسئلې سره مونږ مخ يو، تاسو به اندازه لګوئ چې د يخنۍ او ګرمۍ د تلو راتلو وخت بدليږي، زمونږ پۀ پاکستان کښې نومبر، دسمبر د سختې يخنۍ مياشتې وې خو اوس پۀ نومبر کښې هم پۀ ډيرو ځايونو کښې پکي لګيدلي وي، د دې موسمياتي بدلون زمونږ پۀ صحت باندې ډير اثرات پريوځي، د مريضانو شميره نسبتاً زياته شوې ده، د دې ټول بدلون وجه څۀ ده؟ د ونو کمے، ځنګلونه ختمولے شياو کارخانې جوړولے شي ، د کوم له وجهې چې پۀ موسم کښې اِعتدال پۀ ځائے نۀ پاتې کيږي۔ دا د ځنګلونو فائدې دي او دا د چا د پاره دي؟ زمونږ د پاره۔