Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم

ميلاؤيږي، هٰغه نعمتونه څۀ دي کوم چې مونږ ته راعطا کړے شوي دي؟ او هٰغه سبق څۀ دے کوم چې د آيت مبارک نه د زدکړې د پاره ميلاؤيږي؟ راځئ چې واورو:

د آيت مبارک مختصر وضاحت

الله پاک فرمائي:

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًاۗ-ثُمَّ اسْتَوٰۤى اِلَى السَّمَآءِ فَسَوّٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوٰتٍؕ-وَ هُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ۠(۲۹)(پارہ:1، سورۀ بقرة: 29)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هُم هغه دے چا چې څۀ پۀ زمکه کښې دي ټول ستاسو د پاره پيدا کړي دي، بيا هغۀ د اسمان جوړولو اِراده وفرمائيله نو برابر اووۀ اسمانونه يـې پيدا کړل، او هغه پۀ هر څيز پوهيږي۔

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے، زړۀ راښکونکے او ښکلے آيت مبارک دے، مونږ ته د الله پاک معرفت [يعنې پيژندنه] بيانولے کيږي، اِرشاد دے: اے خلقو! ستاسو مالِک، ستاسو خالِق، ستاسو رَبّ هم هٰغه يو، وحده لاشريک دے، کوم چې تاسو ته پۀ زرګونو قِسمه نعمتونه در عطا کړي دي * هغۀ دا زمکه جوړه کړه، ستاسو د پاره * پۀ زمکه کښې يـې پۀ لکونو قِسمه نعمتونه کيښودل، ستاسو د پاره * د زمکې پۀ سينه کښې يـې پۀ زرګونو قِسمه معدنيات (مثلاً اوسپنه، تيل، ګيس وغيره) کيښودل، ستاسو د پاره * بيا چې صرف دا زمکه وي، دا کافي نۀ ده * لهذا هغۀ اسمان هم جوړ کړو، هغه هم ستاسو د پاره * بيا يـې اسمانونه هم يو نۀ، 7 جوړ کړل، ستا د پاره، بالکل ټيک ټيک يـې جوړ کړل، پۀ اسمان جوړولو کښې يـې کمے نۀ دے کيښودے، پۀ زرګونو کلونه تير شول، اوسه پورې دا اسمانونه زاړۀ نۀ شو، دومره لوئي چتونه کمزوري نۀ شول، پۀ دې کښې څۀ مات رامات نۀ شول، دا ټول انتظام هم ستاسو  د پاره، غرض دا چې هٰغه يو ذات کوم چې ټول کائنات ستا پۀ  خدمت  کښې ولګول، هر څه يـې ستا د فائدې د پاره جوړ کړل  * هُم هغه خُدائے