Book Name:Aadab e Zikr e Rasool صلی اللہ تعالی علیہ وسلم
د هغه د تجلو نظاره اوکړه۔۔۔!!)
سُبْحٰنَ اللہ! دا د محبت والا اداګانې دي، د چا پۀ زړۀ کښې چې د الله پاک محبت کور اوکړي، هغه دُنيا ته کتل هم نۀ خوښوي۔۔۔!! کاش چې زمونږ هم داسې محبت نصيب شي۔۔۔!! هٰغه رَبِّ کريم کوم چې هر څۀ زمونږ د فائدې د پاره پيدا کړل، کاش چې مونږ د هٰغه رَبِّ رحمان او رحيم شُکر ادا کړو، پۀ زړۀ کښې د هغۀ ياد کښينوو، د هغۀ محبت پۀ زړۀ کښې پيدا کوونکي او د هغۀ پۀ حضور کښې سر ښکته کوونکي جوړ شو۔
زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اِسْتَحْيُوْامِنَ اللہِ حَقَّ الْحَيَآء يعنې د الله پاک نه حيا اوکړئ لکه څنګه چې دحيا کولو حق دے۔ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: بے شکه مونږ د الله پاک نه حيا کوو۔ اِرشاد يـې وفرمائيلو: لَـيْسَ كَذٰلِكَ تَبْنُوْنَ مَالَا تَسْكُنُوْنَ وَتَجْمَعُوْنَ مَالَا تَاْكُلُوْنَ يعنې داسې نۀ ده ځکه چې تاسو داسې کورونه جوړوئ پۀ کومو کښې چې اوسيدے نۀ شۍ او دومره مال جمع کوۍ کوم چې خوړلے نۀ شۍ۔ ([1])
يو کَس وو، هغه د يوې زنانه پۀ عشق کښې اخته شو، يو ځل هغه د هغې سره د ملاقات د پاره لاړو، دواړه پۀ کړکۍ کښې ولاړ وو او د يو بل سره يـې خبرې کولې، ډير وخت پس پۀ کوڅه کښې هغوئي د چا د ښپو اواز پۀ غوږو شو، هٰغه ځلمي دا وګڼله چې کيدے شي د ماسخوتن د نـمونځ وخت شوے دے، ځکه خلق د ماسخوتن د نـمونځ د پاره ځي، چې لږ وخت نور تير شو نو رڼا شوه، بيا هغه ته معلومه شوه چې خلق د ماسخوتن د نـمونځ د پاره نۀ بلکې د سحر د نـمونځ د پاره روان وو، هٰغه ځلمے ډير خفه شو چې آه ما د يوې
[1]... احیا العلوم، کتاب الفقر والزہد، الشطر الثانی من الکتاب الزہد، بیان فضیلۃ الزہد، جلد:4، صفحہ:268-269۔