Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq
حاصل کړو۔ د دې نه مونږ ته د زده کولو د پاره ډير څيزونه ميلاؤيږي۔
(1): پۀ حق وئيلو کښې شرميدل نۀ دي پکار!
وړومبۍ خبره خو دا د زدکړې د پاره ميلاؤ شوه چې د عِلمِ دِين پۀ زده کولو، نورو ته پۀ ښودلو کښې شرميدل نۀ دي پکار۔ وګورئ چې الله پاک فرمائي:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَسْتَحْیٖۤ اَنْ یَّضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوْضَةً فَمَا فَوْقَهَاؕ-
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله د دې نه حيا نۀ فرمائي چې د پوهه کولو د پاره هر څنګه مثال بيان کړي، که هغه ماشے وي يا د هغې نه هم د پاسه۔
مثال بيانول هُم د عِلم پۀ خبره د پوهه کولو د پاره دي او زمونږ رَبِّ کريم د دې نه حيا نۀ فرمائي۔ اګر که د حيا معنیٰ زمونږ پۀ حق کښې جُدا ده، د الله پاک پۀ حق کښې جُداده، بهر حال دا صفت خو هغه دے کوم چي مونږ ته هم اِختيارول پکار دے، که د عِلمِ دِين زده کولو خبره وي، پۀ حق خبره باندې د پوهه کولو معامله وي يا د نورو د پوهه کولو معامله وي، پۀ دې کښې هيڅکله هم شرميدل نۀ دي پکار دي * څومره داسې دِيني مسئلې دي کوم چې د حيا والا دي، د دې مسئلو پۀ زده کولو، بيانولو کښې شرم محسوسيږي خو د ټولو نه زيات حيادار خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه مسئلې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته وښودلې، صحابۀ کرامو زده کړې * ډيرې داسې مسئلې دي کومې چې به د بيانولو نه مخکښې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باقاعده فرمائيل: اِنَّ اللہَ لَا یَسْتَحْیٖ مِنَ الْحَقِّ بے شکه الله پاک د حق بيانولو نه حيا نۀ فرمائي (ځکه زۀ هم تاسو ته دا دِيني مسئله بيانووم)۔ ([1])* يو ځل يوې صحابيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د غسل پۀ باره کښې د يوې مسئلې پوښتنه کول غوښتل، نو بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضره شوه او عرض يـې اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک د