Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

بيعت او طالِب کيدے شي * د روحاني عِلاج د پاره رابطه کيدے شي او مختلف اوراد او وظيفې حاصليدے شي۔ تاسو هم پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ، پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                               صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: د چشمو پۀ سترګو کولو سره نـمونځ کولے شئ۔  

وضاحت: د چشمو لګولو سره د نـمونځ کولو پۀ باره کښې خلق عام طور د شک  ښکار وي، بعضې خلق د چشمو پۀ سترګو کولو سره نـمونځ کوي، بعضې دا صحيح نۀ ګڼي۔ پۀ دې باره کښې شرعي مسئله دا ده چې که د چشمو فريم د پلاسټک وي او که د بل څۀ دهات، د هغې پۀ اچولو نـمونځ کول جائز دي۔ آؤ! پۀ دې کښې يو اِحتياط ضروري دے، هغه دا چې د پوزې هډوکے پۀ زمکه باندې جُخت لګول واجِب دي۔ لهذاکه چشمې اچولے شوې وي او که نۀ وي نو د پوزې سوکه نۀ بلکې سخت هډوکے د پوره اِحتياط سره پۀ زمکه باندې داسې ولګوئ چې د زمکې سخت والے محسوس شي۔ ([1]) که چرې دا هډوکے پۀ زمکه باندې اونه لګيدو نو واجِب به پاتې شي۔ ([2])

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                               صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... دار الافتاء اہلسنت غیر مطبوعہ، Sar-7773، 28 رجب المرجب 1443ھ /02 مارچ 2022ء خلاصۃً۔

[2]... بہارِ شریعت ،جلد:1، صفحہ:514، حصہ:3 خلاصۃً۔