Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

دلته داسې قِسمه خلق بے شميره موجود  دي، کوم چې پۀ خبره باندې ځان کم پوهه کوي او اعتراضونه زيات کوي۔ دا قانون د هميشه د پاره پۀ خپل ژوند کښې نافِذ کړئ چې مونږ ته پوښتنه کول پکار دي، اِعتراض هيڅکله هم نۀ۔ ځکه چې پوښتنه د عِلم کُنجي ده او اِعتراض د هلاکت سبب دے۔

فرښتو پوښتنه اوکړه او شيطان اِعتراض

اوګورئ چې کله الله پاک د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د خِلافت اِعلان اوکړو نو فرښتو هم يوه پوښتنه کړې وه، هغوئي وئيلي وو:

اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَ یَسْفِكُ الدِّمَآءَۚ-وَ نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَ نُقَدِّسُ لَكَؕ-

(پارہ:1، سورۀ البقرۃ:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تۀ به پۀ زمکه کښې داسې نائب جوړوې چې هغه به پۀ هغې کښې فساد خوروي او وينه به توئيوي۔ حالانکې مونږه ستا د حَمد پۀ ذريعه ستا تَسبِيح بيانوو او ستا پاکي بيانوو۔

دا د فرښتو پوښتنه وه، هغوئي د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د خِلافت پۀ حکمت باندې ځان پوهه کول غوښتل، ځکه هغوئي د الله پاک پۀ بارګاه کښې پوښتنه اوکړه۔

بالکل هم دا معامله د شيطان سره هم وه، د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خليفه جوړولو کښې څۀ حِکمت وو؟ پۀ دې خبره باندې شيطان هم نۀ وو پوهه شوے خو دې بد بخته پوښتنه اونکړه بلکې اِعتراض يـې اوکړو، دۀ ووئيل:

ءَاَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِیْنًاۚ(۶۱) (پارہ:15، سورۀ بنی اسرائیل:61)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا زۀ هغه ته سجده اوکړم کوم چې تا د خاورې نه جوړ کړے دے؟

اوس دا دواړه اړخونه مخې ته دي، فرښتو پوښتنه اوکړه، الله پاک د هغوئي پۀ باره کښې وفرمائيل:

بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُوْنَۙ(۲۶) (پارہ:17، سورۀ الانبیاء:26)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بلکې (فرښتے) د عزت والا بندګان دي۔