Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

پۀ ناسته تلاوت وکړي د هغه د پاره د هر حرف پۀ بدله کښې 50 نيکۍ دي او څوک چي د نـمونځ نه علاوه پۀ اوداسه کښې تلاوت اوکړي د هغه د پاره 25 نيکۍ دي او څوک چې بغير د اودس نه تلاوت اوکړي د هغه د پاره 10 نيکۍ دي۔ ([1]) * د قرآن قاري د اِسلام د جنډې نيولو والا دے۔ ([2])* د قرآن قاري د الله پاک خاص بنده دے۔ ([3]) * قرآن لوستونکے د الله پاک د عذاب نه محفوظ اوسي۔ ([4])* قرآن لوستونکے د دې پۀ برکت ترقي کوي او لوئي درجې حاصلوي۔ ([5])

 داسې ثوابونه، داسې فائدې دي د قرآنِ مجيد د تلاوت کولو، خو مونږ تلاوت نۀ کوو۔ مونږ له پکار دي چې مونږ د قرآنِ کريم تلاوت پۀ خپلو روزانه معمولاتو کښې شامل کړو، لکه څنګه چې د خوراک نه بغير زمونږه ورځ نۀ تيريږي، دغه شان د قرآنِ کريم تلاوت هُم د رُوح خوراک دے، د دې نه بغير هم زمونږ ورځ نۀ دي تيريدل پکار۔

یہی ہے آرزو تعلیمِ قرآن  عام ہو جائے                                         تلاوت کرنا صبح و شام میرا کام ہو جائے

پۀ قرآنِ کريم باندې د ځان پوهه کولو کوشش اوکړئ!

د قرآنِ کريم سره د تعلق دويم اهم بنياد دا دے چې مونږ پۀ دې باندې د ځان پوهه کولو کوشش اوکړو۔ اګرچه بغير د پوهيدو نه هم  د قرآنِ کريم تِلاوت کول ډير د فضيلت کار دے خو پۀ قرآنِ کريم باندې د ځان پوهه کولو چې کوم فضيلت دے، د هغې شان جُدا دے۔ حضرت وُهَيب بن وَرد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ د قرآنِ پاک د تلاوت کولو، پۀ دې باندې د ځان پوهه کولو، پۀ دې کښې د غور او فِکر کولو نه زيات د زړونو د نرمولو


 

 



[1]... احیاء العلوم،  کتاب آداب تلاوۃ،  الباب الثانی،  جلد:1 صفحہ:362۔

[2]... مسند الفردوس،  جلد:2،  صفحہ:135،  حدیث:2690۔

[3]... کنز العمال، کتاب  الاذکار، جزء:1، جلد:1، صفحہ:258، حدیث:2275۔

[4]... كنز العمال، کتاب الاذکار،  الجزء الاول، جلد:1، صفحہ:258، حدیث:2267۔

[5]... كنز العمال، کتاب الاذکار، الجزء الاول، جلد:1، صفحہ:259، حدیث:2289۔