Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq
د هغه د ترۀ د ځوي مخې ته پيش کړے شو، هغه يو څو ورځې د هغه سر د هغه پۀ محل کښې رازوړند کړو، بيا يـې پۀ چوک کښې زوړند کړو۔ ([1])
ملے خاک میں اَہْلِ شاں کیسے کیسے مکیں ہو گئے لامکاں کیسے کیسے
ہوئے نامور بےنشاں کیسے کیسے زمیں کھا گئی نوجواں کیسے کیسے
جگہ جی لگانے کی دُنیا نہیں ہے یہ عبرت کی جا ہے، تماشا نہیں ہے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د هغوئي انجام څوک چې قرآنِ کريم خپل پيشوا نۀ مني او مَعَاذَ الله! د دې پۀ آيتونو پورې خندا کوي۔ د مسلمان پۀ توګه زمونږ د اِيمان تقاضا ده چې مونږ پۀ هره معامله کښې قرآنِ کريم خپل پيشوا ومنو او د دې نه د هدايت نُور حاصل کړو۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
پۀ قرآنِ کريم باندې ځان ښۀ پوهه کړه !
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د فتنو دور دے، کيدے شي چې دا هم هٰغه زمانه وي د کومې پۀ باره کښې چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي وو چې پۀ هٰغه زمانه کښې به ناست [کَس] د ولاړ، ولاړ د ګرځيدونکي نه بهتر وي۔ ([2]) کيدے شي چې د دې دور پۀ باره کښې فرمائيلے شوي وو چې انسان به سحر مؤمِن او ماښام کافِر وي۔ ([3]) ځکه د دې فتنو نه پۀ ډک دور کښې د ټولو نه زيات ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ د قرآنِ کريم سره خپل تعلق صحيح کړو۔ د قرآنِ کريم سره