Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

چې چرته نور ډير حکمتونه دي، هلته د هغې دا فائده هم اوشوه چې

یُضِلُّ بِهٖ كَثِیْرًاۙ-وَّ یَهْدِیْ بِهٖ كَثِیْرًاؕ-

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: الله ډير خلق د دې پۀ ذريعه ګمراه کوي او ډيرو ته هدايت ورکوي۔

لکه پۀ قرآنِ کريم  او پۀ دې کښې ذِکر کړے شوي مثالونه ازميښت (امتحان) دے، د دې پۀ لوستلو د ايمان والؤ ايمان او د بے ايمانو بے ايماني ظاهريږي۔ ([1]) بعضې خو هغه دي د کومو چې ايمان د مخکښې نه زيات پخيږي او بعضي هغه دي چې د قرآنِ کريم پۀ مثالونو لوستلو هغوئي پۀ ګمراهۍکښې نور هم راګيريږي۔ هغه کوم خلق دي کوم چې د قرآنِ کريم نه د هدايت اخستو پۀ ځائے، د دې پۀ لوستلو سره د نورې ګمراهۍ ښکار کيږي؟ فرمائي:

وَ مَا یُضِلُّ بِهٖۤ اِلَّا الْفٰسِقِیْنَۙ(۲۶)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د دې پۀ ذريعه صرف نافرمانه خلق ګمراه کوي۔

اَللہُ اَکْبَر! دا د نافرمانۍ سزا دووه چې کوم بنده پۀ نافرمانۍ کښې د حد نه تير شي، نو بيا پۀ هغه باندې بد بختي غالبه شي او د هغه حالت داسې شي چې بيا هغه د قرآنِ کريم نه هم هدايت نۀ اخلي۔ الله پاک دې مونږ د داسې بد حالت نه محفوظ کړي۔

ہائے! بدمست گُنَاہوں میں ہوئے اَہلِ وطن

یاخُدا! سب کو عطا نیک ہدایت فرما

اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                               صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د آيت مبارک نه ميلاؤيدونکي سبقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس چې مونږ د کوم يو آيت مبارک د اوريدو سعادت


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:1، البقرۃ، زیر آیت:26، جلد:1، صفحہ:238 خلاصۃً۔