Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د وړومبۍ سيپارې د سورۀ بقره د آيت: 26 د اوريدو سعادت حاصل کړو۔ پۀ دې آيت مبارک کښې د غير مسلمو د يو اِعتراض جواب ورکړے شوے دے۔

د آيت مبارک شانِ نزول

پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ بعضې ځايونو کښې د غير مسلمو د باطِلو نظريو او د دروغژنو عقيدو وغيره تشبيه د جولا د جال او د مچ سره ورکړے شوې ده۔ کله چې الله پاک عربو والؤ ته د قرآنِ کريم پۀ شان د کلام جوړولو چيلنج ورکړو نو هغوئي ښۀ پوره زور ولګولو، ډيرو لوئي لوئي شاعرانو، اديبانو پرې پوره سوچونه اوکړل خو څوک هم د قرآنِ کريم پۀ شان پۀ يو آيت جوړولو کښې کامياب نۀ شو، کله چې نور هيڅ اونکړے شو نو هغوئي پۀ قرآنِ کريم باندې اُلټا د اِعتراض کولو جرأت اوکړو او اوئې وئيل: که قرآنِ کريم د خدائے کلام دے نو پۀ دې کښې د داسې وړو وړو او سپکو څيزونو (مثلاً د جولا او د مچ وغيره) مثالونه  ولې ورکړے شوې دې؟َ دومره لوئي ذات او د داسې وړو وړو څيزونو ذِکر۔۔۔!! دا د الله پاک د شان خلاف دي، د دې نه معلوميږي چې قرآنِ کريم د الله پاک کلام نۀ دے۔ د دوئي د دې اِعتراض پۀ جواب کښې دا آيت مبارک نازِل شو۔ ([1])

د آيت مبارک مختصر وضاحت

الله پاک فرمائي:

اِنَّ اللّٰهَ لَا یَسْتَحْیٖۤ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله د دې نه حيا نۀ فرمائي۔

د کومې خبرې نه؟ فرمائي:


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:1، البقرۃ، زیر آیت:26، جلد:1، صفحہ:236-239 خلاصۃً۔