Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

پۀ قرآنِ کريم باندې خپل يقين پوخ کړئ!

د قرآنِ کريم سره د تعلق څلورم او ډير اهم بنياد دا دے چې مونږ پۀ دې باندې پوخ يقين وساتو، څۀ چې قرآنِ کريم اِرشاد کړي دي، اوس دُنيا د دې ځائے نه بل ځائے ته کيدے خو شي، زمکه بره او اسمان لاندې راتلے خو شي خو د قرآنِ کريم هٰغه اِرشاد هيڅکله هم غلط نشي کيدے۔ دا خبره زمونږ هر رګ ته کوزيدل پکار ده۔ تقريباً هُم هر مسلمان پۀ خپله خُله باندې هم دا وائي چې پۀ قرآنِ پاک باندې هم داسې يقين پکار دے! خو افسوس چې کله وادۀ وي، سندرې سازونه غږيږي، ښکاره بے پردګي کيږي، پۀ هٰغه وخت کښې که څوک د قرآنِ کريم آيت ووائي، د نيکۍ دعوت ورکړي نو بيا ورته رسم او رواج راياد شي، که پۀ نا جائزه باندې رشوت ورکول وي، د کاروبار زياتولو پۀ چکر کښې د سود لين کولے کيږي، بيا که ورته چرې د نيکۍ دعوت ورکړے شي، د قرآن د آيتونو نه خبر کړے شي نو ډير بد يـې ګڼي، کله چې د سائنس يوه نظريه، د کوم غير مسلمه څۀ فلسفه مخې ته راشي نو بيا دا يقين پۀ ځائے ساتل ډير ګران شي، شيطان زړۀ ته وسوسې اچوي او د بنده د ايمان خرابولو پوره کوشش کوي، زمونږه څومره داسې ځوانان دي کومو چې قرآنِ کريم باقاعده زده کړے نۀ وي، لوئي لوئي ډګريانې يـې کړې وي، ټول عمر يـې د غير مسلمو کتابونه لوستلي وي، د هغوئي پۀ مخکښې چې کله د قرآن د آيتونو تلاوت کيږي نو بعضې نادانه د شکونو هم ښکار کيږي۔ الله پاک دې زمونږه ايمان سلامت لري، پۀ قرآنِ کريم باندې هميشه پوخ يقين لرئ! زمونږه اسلافو، بزرګانِ دِين، د الله پاک نيکانو بندګانو به پۀ قرآنِ کريم باندې څومره پوخ يقين لرلو، چرته د هغوئي سيرت ولولئ او وګورئ چې دې د اوچتو مرتبو خلقو به وور ته دانګل خوښول خو پۀ قرآنِ کريم باندې به يـې يقين نۀ کمزورے کيدو۔

د وور عبادت کوونکي مسلمانان شو

د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دور مبارک يو بزرګ دے: حضرت عبد الحميد بغدادي