Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq
والا هيڅ څيز نۀ دے موندلے۔ ([1])
معلومه شوه چې پۀ قرآنِ باندې کريم باندې د پوهيدو سره په تلاوت کولو سره زړونه نرميږي، د الله پاک نه ويره نصيب کيږي، باطِني بيماريانې لرې کيږي، اعلیٰ اخلاق او صفتونه نصيب کيږي۔
قرآن کو سینوں میں ہم ایسے بسائیں گے چہروں پہ تلاوت کا اک نور سجائیں گے
تطہیر ہو ہر دِل کی قرآں کی تلاوت سے قرآن کو سیکھیں گے اور سب کو سکھائیں گے
قرآنِ کريم د خپلې اِصلاح ذريعه جوړه کړئ!
د قرآنِ کريم سره د تعلق دريم ډير اهم بنياد دا دے چې مونږ د دې پاک کلام نه د ځان د پاره سبق حاصل کړو۔ حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِحيَاءُ العلوم پۀ وړومبي جلد کښې د قرآنِ پاک د تلاوت 10 باطني آداب بيان کړي دي۔ پۀ هغې کښې اوؤم(7) باطِني ادب دے: تَخصِيص۔ يعنې بنده قرآنِ کريم د خپل ځان سره خاص اوګڼي، د خپل هدايت د پاره تِلاوت کوي، د تلاوت کولو پۀ وخت دا تصور راولي چې الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې کوم احکام بيان کړي دي، دا هم زما د پاره دي، د کومو کارونو نه چې الله پاک منع فرمائيلې ده، دا هم ما منع کوي، پۀ قرآنِ کريم کښې چې کوم د قيامت ذِکر دے، د نصيحت نه چې کومې ډکې واقعې بيان کړے شوې دي، دا ټولې هم زما د پاره دي، هُم ما ته د دې نه نصيحت اخستل دي۔ ([2])
که مونږ د دې تصور جوړولو سره تلاوت اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! قرآنِ کريم به زمونږ زړونو ته کوز شي، اَثر به هم کوي، پۀ سترګو کښې به اوښکې هم راځي او که الله پاک وغوښتل نو ژوند به مو هم ښۀ شي۔