Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ هغوئي يو ځل اِيران ته لاړو، هلته د وور عبادت کوونکي اوسيدل۔ د هٰغه ځائے مسلمانانو چې شيخ عبد الحميد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوليدو نو د وور د عبادت کوونکو سره پۀ بحث کولو د اِسلام د رښتنولۍ واضحه کولو د پاره يـې د هغوئي نوم واخستو۔ شيخ عبد الحميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: د دې کار د پاره د بحث ضرورت نشته، دا د وور عبادت کوونکي چې د کوم څيز (يعنې د وور) عبادت کوي، هم د هغې نه د حق پوښتنه کوو (يعنې پۀ هغوئي کښې دې څوک پۀ وور کښې ودريږي، که وور هغه اوسيزي نو معلومه به شي چې د وور عبادت کولو هغوئي ته هيڅ فائده اونۀ رسوله)۔ هٰغه د وور عبادت کوونکي پۀ دې خبره رضا شو، نو پۀ ټاکلے شوي وخت باندې وور بل کړے شو، شيخ عبد الحميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم تشريف راوړلو، د وور عبادت کوونکي هم راغلل، کله چې وور ته د تللو وخت شو نو د وور عبادت کوونکي ويريدل او ودريدل خو شيخ عبد الحميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بل شوي وور ته داخل شو او پوره 20 منټه پۀ وور کښې دننه ودريدو، بيا يـې صحيح سلامت بهر تشريف راوړلو۔ پۀ دې منظر ليدلو ډيرو غير مسلمو کلمه ووئيله او مسلمانان شول۔ وروستو چا د شيخ عبد الحميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوکړه: تاسو بل شوي وور ته څنګه لاړئ؟ اوئې فرمائيل: قرآنِ کريم مې د ځان سره وړے وو۔ زما يقين وو چې قرآنِ کريم کوم چې د دوزخ د وور نه بچ کولے شي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې دُنيا د وور نه به مې هم ضرور بچ کړي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې پۀ قرآنِ کريم څومره پوخ يقين دے۔۔۔!! مونږ له داسې تجربه نۀ دي کول پکار، يعنې د خپل يقين د ازمائلو د پاره وور ته نۀ دي کوزيدل پکار، البته دا خو ضروري دي چې مونږ پۀ قرآنِ کريم باندې پوخ يقين وساتو، داسې پوخ يقين چې د چا وسوسې، د کوم فلسفي فلسفه، د انسان پۀ شکل کښې د