Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq
د ”ولید بن یزید“ ګستاخي او انجام
د خِلافت بنو اُمَيه يو بادشاه تير شوے دے: وليد بِن يزيد۔ ډير سرکشه او بے باکه وو۔ پۀ حديثِ پاک کښې ارشاد دے چې زما پۀ اُمت کښې به يو وليد نومې کَس وي کوم چې به د فرعون نه هم زيات سرکشه وي۔ علمائے کرامو د دې حديثِ پاک نه هم دا وليد بن يزيد مُراد اخستے دے۔ ([1]) يو ځل وليد بن يزيد د قرآنِ کريم نه فال راويستو۔ حالانکې د قرآنِ کريم نه فال راويستل جائز نۀ دي۔ قرآنِ کريم د فال راويستو د پاره نۀ بلکې د هدايت د پاره نازل شوے دے خو وليد بد بخته سرکشه وو، د هغه پۀ جائز او نا جائزه باندې څۀ پروا وه! هغه چې فال راويستو نو چې کوم آيت مبارک د هغه مخې ته راغلو هغه لکه چې د هغۀ د خپل ژوند پوره پوره نقشه وه، نو پۀ فال کښې چې کوم يو آيت راووتو هغه د ديارلسمې سيپارې، د سورۀ اِبراهيم آيت: 15 وو، ارشاد دے:
وَ خَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍۙ(۱۵)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هر سرکشه او ناړامه نا مُراده شو۔
وليد چې کله دا آيت ولوستو نو د اِقتدار پۀ نشه او غرور او تکبر کښې هٰغه بے مُهارا مَعَاذَ الله! قرآنِ کريم شهيد کړو او پۀ بے ادبۍ سره يـې وويشتو او اوئې وئيل: آيا تۀ سرکشه او ناړامه ته وعيد اوروې؟ آؤ! زۀ سرکشه او ناړامه يم، کله چې تۀ د قيامت پۀ ورځ د الله پاک مخې ته لاړ شې نو ورته ووايه چې زما سره وليد داسې سلوک کړے دے۔
د تاريخ پۀ صفحو موجود دي چې د دې واقعې نه يو څو ورځې پس د وليد بن يزيد سر کټ کړے شو او د هغه پۀ محل باندې رازوړند کړے شو، د هغه د ترۀ ځوي د هغه خلاف بغاوت اوکړو او اِعلان يـې اوکړو چې څوک ما له د وليد سر راوړي هغه له به يو لاکھ درهمې (يعنې د سپينو زرو سِکې) انعام ورکولے شي، نو د هغه سر کټ کړے شو او
[1]... دلائل النبوۃ، کتاب جماع ابواب اخبار النبی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم بالکوائن، جلد:6، صفحہ:505-506 ملتقطاً ۔