Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

قرآن زمونږ اِمام دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قرآنِ کريم زمونږ اِمام دے۔ که يوه سائنسي نظريه، د کوم غير مسلمه ريسرچ، څۀ دُنيائي قانون، د کوم فلسفي فلسفه که د قرآنِ کريم خلاف ده نو هٰغه فلسفه، هٰغه نظريه، هٰغه ريسرچ خو غلط کيدے شي خو د قرآنِ کريم هيڅ يو تعليم، څۀ وخت، څۀ ساعت، پۀ يو دور کښې، د چا پۀ حق کښې هم هيڅکله هم غلط نشي کيدے۔ ځکه پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې مونږ پۀ عملي توګه پۀ هره معامله کښې قرآن او حديث خپل معيار جوړ کړو، کومه خبره چې د قرآن او حديث سره سَمُون  لري، مونږ ته د زړۀ او ځان نه قبوله ده او کومه خبره چې د قرآن او حديث خلاف ده، مونږ هغه هيڅکله هم قبلولے نشو ځکه چې زمونږه اِمام سائنس نۀ دے، زمونږه اِمام فلسطي نۀ دے، زمونږه اِمام ريسرچ نۀ بلکې زمونږه اِمام د رَبِّ کريم پاک کلام قرآنِ کريم دے۔ صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: اِنَّ الْقُرْآنَ شَافِعٌ وَّمُشَفَّع قرآنِ کريم شفاعت کوونکے دے او د دۀ شفاعت به قبلولے هم شي فَمَنْ جَعَلَہٗ اَمَامَہٗ قَادَّہٗ اِلَی الْجَنَّۃِ څوک چې قرآنِ کريم خپل اِمام او پيشوا جوړ کړي، قرآنِ کريم به هغه جَنَّت ته بوځي وَ مَنْ جَعَلَہٗ خَلْفَہٗ سَاقَّہٗ اِلَی النَّار او څوک چې قرآنِ کريم شاته وغورځوي، قرآنِ کريم به هغه دوزخ ته ديکه کړي۔ ([1])

لهذا پۀ قرآنِ کريم باندې د ايمان راوړو تقاضا ده چې مونږ د خپل ژوند پۀ هره شعبه کښې، پۀ هره مسئله کښې او پۀ هره مرحله کښې قرآنِ کريم خپل اِمام او پيشوا جوړ کړو۔

گَرْ تُو مِی خَواہِی مُسَلْمَاں زِیْسْتَنْ                                                                                 نَیْسْت مُمْکِنْ جُزْ بَہ قُرْآں زِیْسْتَنْ

ترجمه: که پۀ مسلمانۍ  ژوند تيرول غواړې نو بغير د قرآن نه هيڅکله هم ممکن نۀ ده ۔


 

 



[1]... مُصَنَّف عَبْدُ الرَّزَاق، باب تعلیم القران، جلد:3، صفحہ:229، حدیث:6030۔