Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq
د تعلق هٰغه بنيادونه کوم چې علمائے کرامو مونږ ته ښودلي دي، پۀ مونږ کښې دې هر يو کَس غور اوکړي چې آيا زما تعلق د قرآنِ کريم سره هُم پۀ دغه بنيادونو باندې دے که نۀ دے؟
د قرآنِ کريم سره د تعلق بنيادونه
د ټولو نه وړومبۍ خبره خو دا ده چې مونږ قرآنِ کريم پۀ صحيح طريقه لوستل زده کړو، د افسوس خبره ده چې نن صبا داسې څومره مسلمانان دي کومو له چې پۀ صحيح عربۍ لهجه کښې، د تجويد او قراءَت سره قرآنِ کريم لوستل هم نۀ ورځي۔ بعضې وخت خلق پۀ تلاوت کښې داسې داسې غلطيانې کوي چې اَلاَمان و الحفيظ۔۔۔!! ځکه مونږ ټولو له پکار دي چې باقاعده د تجويد او قراءَت سره قرآنِ کريم لوستل زده کړو او که زده کړے مو وي نو د زړۀ د تسلۍ د پاره يـې يو ماهر قاري صاحب ته واورو چې کومې غلطيانې وغيره وي، هغه ختمې شي۔ که چرې تاسو د قرآنِ کريم د لوستلو صلاحيت لرۍ نو د مدرسـة الـمدينه بالغان پۀ ذريعه نورو ته د ښودلو سعادت حاصل کړئ چې د حديثِ پاک مطابق قرآن زده کولو او ښودلو والا بهترين انسان دے۔
دغه شان د قرآنِ پاک د تلاوت عادت هم جوړ کړئ۔ ډيره د افسوس خبره ده چې نن د مسلمان سره د خپل رَبّ د کلام قرآنِ کريم د لوستلو، د دې د تلاوت کولو د پاره وخت نشته حالانکې* د قرآن تلاوت افضل عبادت دے۔ ([1]) * د قرآن پۀ لوستلو رحمت نازليږي، فرښتے پۀ وزرو باندې سورے کوي ۔ ([2]) * د قيامت پۀ ورځ به قرآن د تلاوت کوونکو شفاعت کوي۔ ([3]) * څوک چې پۀ نـمونځ کښې پۀ ولاړه د قرآنِ کريم تلاوت وکړي د هغه د پاره د هر حرف پۀ بدله کښې 100 نيکۍ دي او څوک چې پۀ نـمونځ کښې