Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

شيطان پوښتنه اونکړه بلکې اِعتراض يـې اوکړو نو دا د هميشه د پاره مردُود شو، الله پاک د دۀ پۀ باره کښې وفرمائيل:

فَاخْرُ جْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌۚۖ(۷۷)وَّ اِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰى یَوْمِ الدِّیْنِ(۷۸) (پارہ:23، سورۀ ص:77-78)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ د جَنَّت نه ووځه ځکه چې تۀ رټلے شوے يـې۔ او بے شکه تر قيامته پورې پۀ تا زما لعنت دے۔

معلومه شوه چي که پۀ يوه خبره باندې مونږ پوهه نۀ شو، مونږ د يوې دِيني مسئلې پۀ حِکمت باندې پوهه نۀ شو نو پۀ هغې باندې د ځان پوهه کولو کوشش کول د عزت سبب دے خو د خپلې کم عقلتيا پۀ وجه پۀ هغې باندې اِعتراض کول پۀ هلاکت کښې غورځول کوي۔

ګستاخ زمکې قبول نۀ کړو

د بُخاري شريف حديثِ پاک دے۔ يو کَس وو، هغه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې حاضر شو، کلمه يـې ووئيله، اِسلام يـې قبول کړو، بيا به دې کَس نـمونځونه هم کول، نور نيک کارونه به يـې هم کول، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هغۀ باندې نور کرم دا اوکړو چې هغه يـې کاتِبِ وحي جوړ کړو يعنې قرآني آيتونه به چې کله نازليدل نو د هغې د ليکلو او محفوظ کولو ذمه واري يـې ورعطا کړه۔ دا څومره لوئي منصب وو۔۔۔!! څومره ښۀ نصيب وو خو پۀ هٰغه کَس باندې بد بختي غالبه وه، هغه د قرآني آيتونو د الله پاک د کلام ګڼلو پۀ ځائے، پۀ دې باندې اِعتراضونه اوکړل، پۀ قرآنِ کريم، د دې پۀ آيتونو مبارکو باندې د ځان پوهه کولو پۀ ځائے، د دې پۀ باره کښې د شک ښکار شو او د بده مرغه يـې اِسلام پريښودو او بيا يـې د کُفر کندې ته ودانګل۔

الله! الله! د هغه بد بخته بد انجام داسې وشو چې کله هغه مړ شو، د هغه د مذهب والؤ