Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

پۀ باره کښې پۀ تعليماتو باندې شکونه کوي * ډير د شفاعت پۀ مسئله نۀ پوهيږي* څومره خلق د عِلمِ غيب پۀ مسئله باندې بے لارې کيږي * څومره خلق د اِسلام پۀ معاشي نظام باندې نۀ پوهيږي * څومره خلق د اِسلام پۀ خانداني نظام باندې اِعتراضونه کوي * څومره داسې دي کوم چې د اِسلام د عدل پۀ نظام باندې ګوتې اوچتوي۔ غرض دا چې نن سبا دا بے يقيني عام کيږي۔ عِلمِ دِين باقاعده توګه د زده کولو د پاره د چا عاشقِ رسول عالمِ دِين پۀ خدمت کښې د حاضريدو توفيق يـې نۀ نصيب کيږي، ټول عمر د غير مسلمو لټريچر لولي، بيا پۀ خپل معمولي عقل باندې د الله پاک پاک دِين او قرآني تعليمات تلي۔ دا ډيره سخته خبره ده، علمائے کرام فرمائي: څوک چې پۀ قرآنِ پاک کښي دبيان کړے شوي يو څيز پۀ رښتياوالي کښې هم شک اوکړي هغه کافِر دے۔ ([1])

 الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي! مونږ مسلمانان يو، مونږ منونکي يو، پۀ مونږ باندې خو لازم دي چې پۀ کومه خبره باندې پوهه شو، پۀ هغې باندې پۀ پوره طريقه عمل اوکړو، پۀ کومه خبره باندې چې پوهه نشو، پۀ هغې باندې د ځان پوهه کولو کوشش اوکړو او که داسې خبره وي، د قرآنِ کريم داسې آيتونه وي کوم چې زمونږ پۀ عقل کښې نۀ راځي لکه مُتَشَابِهات آيتونه دي، د هغې عِلم مونږ ته هډو راکړے شوے نۀ دے، د هغې پۀ باره کښې بس هم دا وايئ:

اٰمَنَّا بِهٖۙ-كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ رَبِّنَاۚ- (پارہ:3، سورۀ آل عمران:7)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږه پۀ دې ايمان راوړے دے، دا ټول زمونږ د رَبّ له طرفه دي۔

يقيناً چې پۀ دې کښې عافيت دے، پۀ دې کښې حفاظت دے، پۀ دې کښې د دُنيا او د اخرت خير دے۔


 

 



[1]... کفریہ کلمات کے بارے میں سُوال جواب، صفحہ:183۔