Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

د خپل روايت مطابق د هغه اخري رسمونه پوره کړل او کنده يـې وکنستله او پۀ زمکه کښې يـې ښخ کړو۔ دې خلقو دا ښخ کړو او لاړل، پۀ بله ورځ سحر يـې چې وليدل نو د هغۀ مړے د کندې نه بهر پۀ زمکه باندې پروت وو، هغوئي سوچ اوکړو چې کيدے شي مسلمانانو پۀ دښمنۍ کښې د هغۀ مړے د کندې نه راويستے وي او غورځولے يـې وي۔ نو هغوئي بيا هغه ښخ کړو او کورونو ته لاړل، پۀ بله ورځ چې يـې سحر وکتل نو د هغۀ مړے بيا د کندې نه بهر پۀ زمکه باندې پروت وو، د هغه مذهب والؤ هغه بيا ښخ کړو، پۀ دريمه ورځ يـې چې بيا وکتل نو د هغۀ مړے د زمکې نه بهر پروت وو، بيا هغوئي ته پته ولګيده چې دا کار چا اِنسان نۀ دے کړے بلکې دا د الله پاک د طرف نه دۀ له سزا ورکړے شوې ده۔ نو هغوئي د هٰغه بد بخته مړے هم داسې پريښودو او واپس لاړل۔ ([1])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا دے پۀ قرآنِ کريم باندې د اِعتراض کولو، پۀ دې باندې د يقين نۀ لرلو، د دې پاک کلام د خُدائے د کلام نۀ منلو عبرتناک انجام۔۔۔!!

د قرآنِ کريم سره زمونږ تعلق۔۔۔؟

مونږ  اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو۔ مونږ قرآنِ کريم منو، پۀ دې اندې يقين لرو، قرآنِ کريم د الله پاک کلام منو، د قرآنِ کريم يو يو لفظ، يو يو حرف بلکې يوه يوه نقطه حق او رښتيا منو۔ خو پۀ عملي توګه د قرآنِ کريم سره زمونږ تعلق څنګه دے؟ پۀ دې باندې نن د غور کولو ډير حاجت دے۔ مونږ منو چې د قرآنِ کريم هر يو لفظ، هر يو حرف رښتيا دے خو افسوس چې * څومره داسې خلق شته کوم چې د سود پۀحراميدو نۀ پوهيږي * څومره داسې کورنۍ دي کومې چې د قرآنِ کريم پۀ بيان کړے شوو د ميراث پۀ قوانينو باندې مطمئينې نۀ وي * آه! ډير زيات خلق د عقل دښمنان دي کوم چې د قرآنِ کريم د پردې


 

 



[1]... بخاری، کتاب المناقب، باب علامات النبوۃ فی الاسلام، صفحہ:919، حدیث:3617 خلاصۃً۔