Quran ke Sath Hamara Taluq

Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq

کوم شيطان  خبرې زمونږ يقين کمزورے نۀ کړے شي۔ الله پاک دې زمونږ داسې پوخ يقين نصيب کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                               صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

فيضانِ قرآن او دعوتِ اِسلامي

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ اوسني وخت کښې د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د قرآنِ کريم فيضان پۀ ټوله دُنيا کښې د عام کولو د پاره کوشش کوي، د الله پاک پۀ فضل او کرم سره دعوتِ اِسلامي مونږ ته د قرآنِ کريم لوستل هم زده کوي، دعوتِ اِسلامي مونږ ته پۀ قرآنِ کريم باندې د ځان پوهه کولو ذريعې هم راکوي۔ * د دعوتِ اِسلامي د لاندې پۀ ملک او بهر ملکونو کښې جامعاتُ الـمدينه روان دي، پۀ کومو کښې چې درسِ نظامي يعنې عالِم کورس کولے شي، د دې کورس د کولو پۀ برکت که يو خوا نورې ډيرې فائدې ميلاؤيږي نو پۀ هغې کښې يوه اهمه فائده دا هم ميلاؤيږي چې مونږ ته پۀ قرآنِ کريم باندې پۀ پوهيدلو کښې اساني ميلاؤيږي۔ * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي لاندې آن لائن قرآنِ مجيد ترجمه او تفسير کورس هم کولے شي * د دعوتِ اِسلامي نشتياتي ادارې مکـتبة الـمدينه کَنْزُ الْاِیْمان، کَنْزُ الْعِرْفَان، تفسیر خَزائنُ الْعِرْفان، صراطُ الجنان او مَعْرِفَةُ الْقُرْآن چاپ کړي دي، د دې پۀ ذريعه هم پۀ قرآنِ کريم پۀ پوهيدو کښې اساني وي۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                               صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

آن لائن روحاني عِلاج او اِستخاره

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے: Online rohani ilaj & istikhara (آن لائن روحاني علاج اينډ استخاره) د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه  * آن لائن استخاره کيدے شي * د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا اِلياس عطّار قادري پۀ ذريعه پۀ قادري عطّاري سلسله کښې