Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq
اَنْ یَّضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوْضَةً فَمَا فَوْقَهَاؕ-
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې د پوهه کولو د پاره هر څنګه مثال بيان کړي، که هغه ماشے وي يا د هغې نه هم د پاسه۔
يعنې مثال بيانول پۀ خبره د پوهه کولو د پاره وي، چي د يو څيز څنګه حال وي، هم هٰغه شان د هغې مثال ورکولے شي، د غټ څيز مثال د غټ څيز سره، د وړوکي څيز مثال هم د وړوکي څيز سره ورکولے شي۔ لهذا پۀ مثال د پوهيدو پۀ ځائے اُلټا پۀ هغې باندې اعتراض کول غلط او بے ځايه دي، دا خو د حکمت کمال دے چې مثال د اصل مطابق وي، الله پاک حکيمِ مُطلق دے، هغه د ماشي (مچ، جولا وغيره) څيزونو پۀ ذريعه د مثال بيانولو نه حيا نۀ کوي۔ ([1]) او داسې څۀ خبره پۀ قرآنِ کريم کښې موجوده نۀ ده۔
د دې ځائے پورې خو د غير مسلمو د اِعتراض جواب وو، اوس چې کوم خلق پۀ قرآنِ کريم کښې ورکړے شوي دا مثالونه لولي يا اوري، د هغوئي دوه ډلې دي، د هغې پۀ ذِکر کولو الله پاک فرمائي:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْۚ-
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بهر حال ايمان والا خو پوهيږي چې دا د هغوئي د رَبّ له طرفه حق دے۔
دا د ايمان والؤ شان دے چې هغوئي د قرآنِ کريم پۀ لوستلو سره اعتراض نۀ کوي بلکې قرآنِ کريم د خپل رَبِّ کريم کلام مني او پۀ هغې باندې د ځان پوهه کولو کوشش کوي۔
وَ اَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَیَقُوْلُوْنَ مَا ذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًاۘ-
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پاتې شو کافران نو هغوئي وائي چې د دې مثال نه د الله څۀ مُراد دے؟
دا د کافرانو عمل دے چې هغوئي قرآنِ کريم لولې پۀ هغې باندې د ځان پوهه کولو پۀ ځائے، اُلټا پۀ هغې باندې اِعتراضونه کوي۔ لهذا پۀ قرآنِ کريم کښې د مثالونو ذِکر کولو