Book Name:Quran ke Sath Hamara Taluq
حق خبرې نه حيا نۀ فرمائي، (ځکه زۀ هم د دې مسئلې د پوښتلو د پاره حاضره شوې يم)۔ ([1]) * يوه ورځ حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اودس د ماتيدو پۀ باره کښې يوه دِيني مسئله بيان کړه، دا مسئله د شرم والا وه، نو هغوئي د مسئلې بيانولو نه پس وفرمائيل: پۀ کومه خبره بيانولو کښې چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حيا نۀ ده فرمائيلې، بے شکه زۀ هم پۀ هغې کښې حيا نۀ کووم۔ ([2])
مطلب دا دے چې داسې دِيني مسئلې بيانول بے حيائي نۀ بلکې حيا ده۔ که چرې دا بے حيائي وے نو خوږ آقا، د دواړو جهانو داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا مسئلې هيڅکله هم نۀ بيانولې۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا زمونږ د پاره سبق دے۔ د غسل پۀ باره کښې مسئلې، د اودس پۀ باره کښې مسئلې، هم داسې د نکاح او طلاق وغيره متعلق دِيني مسئلې دي د کومو نه چې خلق خبر نۀ وي او د شرم او حيا پۀ وجه هٰغه مسئلې زده کوي هم نۀ۔ دا ډيره غلطه خبره بلکې د ډيرو ګناهونو سبب هم دے۔ مثلاً که تاسو د شرم پۀ وجه د غسل د مسئلو پۀ باره کښې د چا نه پوښتنه اونکړه، نۀ مو پۀ کتاب لوستو پۀ هغې باندې پۀ صحيح توګه ځان پوهه کړو نو عين ممکن ده چې تاسو به پۀ صحيح طريقه غسل اونکړے شئ، چې پۀ صحيح طريقه غسل اونه شي نو پاکي به نۀ راځي، چې پاکي رانشي نو نـمونځ به هم نۀ کيږي، جومات ته د راتللو اجازت به هم نۀ وي، قرآنِ کريم له د لاس وروړلو اجازت به هم نۀ وي۔ داسې به تاسو د ډيرو نيکو نه هم محرومه پاتې شئ او پۀ ډيرو صورتونو کښې به ګناه هم وي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې پۀ دِيني مسئلو زده کولو کښې هيڅکله هم د شرم او حيا ښکار نۀ شو، آؤ! داسې پټې مسئلې د علمائے کرامو نه ځانله، پۀ راز کښې زده کړئ! دغه شان دې پلار خپل ځوي ته او مور دې خپلې لور ته داسې مسئلې