Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

سره چې خلقو ته لاره تنګه شي او د هغوئي حق وخوړلے شي او زړۀ ازاري يـې وشي۔ (ياد ساتئ چې د دې ښکلاګانو د پاره هم د بجلۍ غلا حرام کار دے، ځکه دې لړ کښې د بجلۍ ورکوونکو ادارو سره پۀ رابطې کولو جائز ترتيب جوړ کړئ)

مشرق و مغرب میں اِک اِک  بامِ کعبہ پر بھی ایک     نصب   پرچم   ہوگیا،   اَھْلاً   وَّسَھْلاً   مرحبا

(7): هر اِسلامي ورور دې د خپل وَس مطابق د مکتبة الـمدينه دينې رسالې او د مدني ګلونو مختلف پمفلټس د ميلاد پۀ جلوسونو کښې تقسيم کړي۔ دغه شان ټول کال پۀ خپل دکان وغيره د رسالو د تقسيمولو انتظام کولو سره د نيکۍ دعوت ورکړئ۔ د وادۀ پۀ بَلَنو [دعوتونو] او د ايصالِ ثواب پۀ اجتماعاتو کښې او د وفات شوو د ايصالِ ثواب د پاره هم د رسالو د تقسيمولو ترتيب جوړ کړئ او نورو له د دې ترغيب ورکړئ۔ او ټول د هفته وارې رسالې د لوستلو يا د اوريدلو سعادت حاصل کړئ، او هر کال د نورو 12 مياشتو د پاره د ماهنامه فيضانِ مدينه بُکنګ وکړئ۔

چار سُو رحمتوں کی ہوائیں چلیں، ہو گئی جس سے ساری فضا دل نشیں

مسکراؤ سبھی آ گئے ہیں نبی، غم کے مارو تمہاری خوشی کے لئے

(8): پمفلټ د جشنِ ولادت  12 مدني ګلونه که ممکن وي نو 112 ګنې کم نه کم 12 او که نور کيدے شي نو 12 رسالې صبحِ بہاراں د مکـتبة الـمدينه نه واخلئ او تقسيمې يـې کړئ۔ خاص طور د هٰغه تنظيمونو مشرانو ته يـې ورسوئ کوم چې پۀ رَبيعُ الاوَّل کښې لائټنګ کوي يا د نعتونو محفل يا د ميلاد د جلوس انتظام کوي۔ پۀ رَبيعُ الاوَّل شريف کښې د چا سُنّي عالم يا امام مسجد، مؤذِّن يا د جومات د خادِم سره څۀ نا څۀ مالي مرسته وکړئ او ډيره ښۀ به وي! که هره مياشت دا سعادت حاصل کړئ۔ د وَدونو پۀ موقعو باندې د وادۀ د کارډ سره د مکـتبة الـمدينه ديني رساله هم يو ځائے ولګوئ۔ د اختر د کارډونو پۀ ځائے د ديني کتابونو او رسالو ورکولو رواج جوړ کړئ د پاره  د دې چې کوم