Book Name:Sikka Naya Chalega
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً ٭ د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم ٭ پۀ اَدب به کښينم ٭ ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم ٭ څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
نُور والا آیا ہے، نُور لے کر آیا ہے
د حضرت سالِم بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: (د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د تابعينِ کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د زمانې خبره ده) يو ځل دوه کسان ناست وو او پۀ خپل مينځ کښې يـې خبرې کولې، پۀ هغوئي کښې يو ووئيل: ما بيګا پۀ خوب کښې د ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام زيارت وکړو۔ دويم ووئيل: بيا ووايئ! تاسو څۀ وليدل؟ بيا خوب ليدونکي خپل خوب بيانول شروع کړو، اوئې وئيل: ما وليدل چې د هر نبي عَلَیْهِ السَّلَام سره 4، 4 ډيوې وې ٭ يوه ډيوه د هغوئي مخې ته ٭ بله د هغوئي شا ته ٭ يوه ښي اړخ ته ٭ بله ګڅ اړخ ته۔ بيا د هر نبي عَلَیْهِ السَّلَام سره د هغوئي يو يو صحابي هم وو، د هغوئي سره هم يوه يوه ډيوه وه۔
بيا ما وليدل چې (د يو عظيمې مرتبې والا) نبي ودريدو، د هغوئي پۀ ودريدو ټوله زمکه روښانه شوه، د هغوئي د سر مبارک د هر يو ويښته سره يوه يوه ډيوه وه او د هغوئي صحابي کوم چې د هغوئي سره وو، د هغوئي سره يوه يوه نۀ بلکې 4، 4 ډيوې وې۔ دا منظر چې مې وليدو نو ما پوښتنه وکړه: مَنْ ہٰذَا يعنې د دومره اوچتې مرتبې والا نبي د چا پۀ ودريدو چې ټوله زمکه روښانه شوه دا څوک دے؟ نو جواب راغلو: مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللہ يعنې دا مُحَمَّد بن عبد الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے۔
نُور والا آیا ہے، نُور لے کر آیا ہے سارے عالَم میں یہ دیکھو کیسا نُور چھایا ہے