Book Name:Sikka Naya Chalega
ته وګورو او زمونږ د ګناهونو فهرست هلته موجود نۀ وي نو د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ياد کښې ناقلاره شو، د شُکر جذبه مو پۀ زړۀ کښي پۀ موجونو شي او ووايو چې اے الله پاکه! تا خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيدا کړو، د هغوئي پۀ برکت مو پۀ مونږ ګنهګارانو باندې پرده راواچوله، اے کريم مالِکه! ستا پۀ لکونو شُکر دے۔
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نورې عطاګانې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ تشريف راوړلو پۀ مونږ باندې نور کوم کوم انعامونه وشول، خلاصةً يـې واورئ! ٭ فرمائي: زمکه زمونږ د پاره د پاکۍ ذريعه جوړه کړے شوه (د مخکښينو اُمتونو د پاره داسې نۀ وه)۔ ([1])
يعنې مونږ ته که چرې اوبۀه ميلاؤ نۀ شي نو د خاورو پۀ ذريعه باندې چې تيمم وکړو نو مونږ به پاک شو، مخکښينو اُمتونو ته به هُم د اوبو پۀ ذريعه پاکي ميلاؤيدله۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا هم څومره عظيم شان دے، مخکښې څه کم يا زيات يو لاکھ 24 زره انبيائے کرامو تشريف راوړے، ټول د ډير لوئي شان والا وو، ډير د کمال والا وو خو خاوره د چا د پاره هم د پاکۍ ذريعه نۀ وه جوړه کړے شوې، دا هم د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان مبارک دے، هم د هغوئي د پاک ولادت برکت دے چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکې ښپې د دې زمکې سره ولګيدلې او دا ټوله زمکه د پاکۍ ذريعه جوړه شوه ٭ نور فرمائي: مونږ ته سلام هٰغه راکړے شو کوم چې د جنَّت والؤ سلام دے (يعنې مونږ چې د ملاقات پۀ وخت کوم اَلسَّلام عَلَيکُم وايو، دا پۀ مخکښينو اُمتونو کښې نۀ وو، صرف مونږ ته راکړے شو، ځکه چې کله هم د مسلمانانو وروڼو سره ميلاؤيږۍ نو سلام