Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

څنګه چې پۀ بني اسرائيلو باندې بُخت نَصَّر مسلط کړے شوے وو۔

معلومه شوه چې کله مونږه ٭ خوراک کوو ٭ د شپې خوراک وکړو او اودۀ کيږو ٭ سحر راپاڅو او بيا خوراک کوو ٭ چې کله نمړۍ خُلې ته کوو نو بيا هم ميلاد کوو، يعنې پۀ زړۀ کښې شُکر ادا کوو چې د لکونو ګناهونو باوجود زما رزق اونه درولے شو، دا هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت برکت دے۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دغه شان نور ډير انعامونه دي، کوم چې الله پاک د خوږ محبوب کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ برکت پۀ مونږ باندې کړي دي۔ دا ټول انعامونه د دې خبرې تقاضا کوي چې مونږ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت خوشحالۍ وکړو، ښۀ د زړۀ د اخلاصه يـې وکړو، ښې ډيرې خوشحالئ وکړو او د ښۀ جوش او جذبې سره، ډير پۀ عاجزۍ او انکسارۍ سره، شُکر ادا کړو چې الله پاک مونږ ته داسې د کمال او بے مثله محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کرم جولۍ راعطا کړې ده۔

زمانہ بھر میں یہ قاعدہ ہے کہ جِس کا کھانا اُسی کا گانا

تو نعمتیں جن کی کھا رہے ہیں اُنہیں کے ہم گیت گا رہے ہیں([1])

د ميلاد د محفلونو برکتونه

امام جلال الدِّين سيوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ کوم کور، جومات يا محلّه کښې چې ميلاد شريف کولے شي ٭ فرښتے هٰغه کور، جومات او محلّه پۀ ګيره کښې واخلي   ٭ او د فرښتو سرداران يعنې حضرت جبريل، حضرت ميکائيل، حضرت اسرافيل او حضرت عزرائيل علَيهِمُ السَّلام د ميلاد شريف کوونکو د پاره د رحمت او رِضوان دُعا کوي۔ ٭ پۀ کوم کور کښې چې ميلاد شريف کولے شي ٭ الله پاک هٰغه کور د قحط ٭ وبائي


 

 



[1]...دیوانِ سالک، صفحہ:36۔