Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

عیدِ میلادُ  النّبی تو عید کی بھی عید ہے        بالیقیں ہے عید ِعیداں عیدِ میلادُ  النّبی

(12): د الله پاک خوږ اخري نبي، مُحَمَّدٌ رَّسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ګُل شريف پۀ ورځ باندې د روژې نيولو سره د خپل ولادت ورځ نمانځله، تاسو هم پۀ يادِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې د 12 رَبيعُ الاوَّل شريف د روژې نيولو سره مدني جنډې راواخلئ او د ميلاد پۀ جلوس کښې شرکت وکړئ، څومره چې ممکنه وي نو پۀ اوداسۀ کښې اوسئ، پۀ خُله باندې درود او سلام او نعتونه وايئ، د نظر ښکته ساتلو سره د عزت پۀ طريقه ځئ، د درز غوبل کولو سره چا له د تنقيد کولو موقع مۀ ورکوئ۔ (د دعوتِ اِسلامي ذمه واران دې د ميلاد پۀ جلوس کښې هٰغه نعرې وهي يا پۀ ګاډو کښې دې هٰغه کلامونه لګوي کوم چې د مدني مرکز د طرف نه جاري شوي وي)  

ربیعِ پاک تجھ پر اہلِ سنّت کیوں نہ قرباں ہوں کہ تیری بارہویں تاریخ وہ جانِ قمر آیا

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                    صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې

(1) د شَبِ جُمعے [يعنې د جُمعے د شپے] دُرُود

بُزرګانِ دينو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعنې د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه كښې) دا دُرُود شریف په پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر ته د خپل رَحمت نه په ډكو لاسونو باندې كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو:


 

 



[1]… افضل الصلوات علی سید السادات، الصلاۃ السادسۃ والخمسون، ص۱۵۱ملخصًا