Book Name:Sikka Naya Chalega
مطابق پۀ ټولو 27 ځايونو کښې د مِيلاد (يعنې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو) ذِکر هم موجود دے۔
حَسَنؔ وِلادتِ سرکار سے ہوا روشن مرے خُدا کو بھی پیاری ہے بارہویں تاریخ([1])
وضاحت: يعنې اے حَسَؔنه! الله پاک له دولسم تاريخ دومره زيات محبوب دے چې د مدينے والا محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت د پاره يـې د دې تاريخ انتخاب وفرمائيلو.
راځئ چې د هغه 27 ځايونو نه د يو ځائے آيت مبارک واورو:
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
لَقَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَى الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ بَعَثَ فِیْهِمْ رَسُوْلًا ( پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:164)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه اللہ پۀ ايمان والؤ باندې لوئي اِحسان وکړو چې کله يـې پۀ هغوئي کښې يو رسول مبعُوث کړلو کوم چې هُم د هغوئي نه دے۔
بغير د محنت او د معاوضې نه چې صِرف د اِحسان پۀ توګه کوم اِنعام وکړے شي، هغې ته پۀ عربۍ کښې مَنّ وئيلے شي۔ ([2]) الله پاک فرمائي: مونږ پۀ ايمان والؤ باندې مَنّ وفرمائيلو، يعنې بغير د محنت، بغير د معاوضې نه، صرف د اِحسان پۀ توګه مو هغوئي ته دا نعمت ورکړو چې خپل خوږ محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مو د هغوئي د هدايت د پاره وليږلو۔
رَبِّ اعلیٰ کی نعمت پہ اعلیٰ درود حق تَعَالیٰ کی مِنَّت پہ لاکھوں سلام
ہم غریبوں کے آقا پر بےحد درود ہم فقیروں کی ثَرْوَت پہ لاکھوں سلام([3])