Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې د شپې پۀ لږه شان حصه کښې د عرش نه تر بره پورې سفر کولے او واپس تشريف راوړے شي، د چاد شپې د لږې حصې سفر چې دومره زيات دے نو پۀ 1500 کالو کښې به د هغوئي شان څومره زيات شوے وي۔۔۔؟

مونږ صرف اندازه لګولے شو، د هغوئي د شان حال دا دے چې

تیرا وصف بیاں ہو کس سے، تیری کون کرے گا بڑائی

اِس گَردِ سَفَر میں گُم ہے، جبریلِ اَمیں کی رَسائی

صرف د زمکې حقيقت ستاسو مخې ته ږدم۔ د څيړنې [يعنې ريسرچ] د يوې عالمي اِدارې د رپورټ مطابق صرف پۀ يورپ کښې (چرته چې د غير مسلمو حکومت دے، هلته) پۀ کال کښې يو لاکھ خلق اِسلام قبلوي او د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامۍ ته راځي۔

اوس وائي چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ دُنيا کښې مسلمانان 2.6 اربه دي۔ يعنې د دُنيا تقريباً هرڅلورم کس  مسلمان دے۔ يقيناً چې دا 2.6 اربه مسلمانان پۀ شريکه د يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ښپو خاورو ته هم نۀ شي رسيدے۔ خو مونږ که صرف د شميرې خبره وکړو نو د حَجَّۃُ الْوَدَاع پۀ موقع باندې تقريباً 1 لاکھ 24 زره صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم وو، يعنې هٰغه وخت به 1 لاکھ 24 زره زړونه د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ياد کښې درزيدل، 1 لاکھ 24 زره ژبو به د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر کولو، 2 لاکھ 48 زره غوږونو به د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر اوريدو خوندونه حاصلول۔ اوس اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ياد کښې درزيدونکي زړونه، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر کوونکې ژبې او د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر پۀ اوريدو خوشحاليدونکو غوږونو کښې 21 لاکهه فيصده زياتوالے راغلے دے۔

د الله پاک پۀ بارګاه کښې به د هغوئي شان څومره زيات شوے وي، د دې خو زمونږ