Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

د جشنِ وِلادت  پۀ باره کښې مکتوب  عطّارؔ

د سګِ مدينه محمد الياس عطّارؔ قادري عُفِيَ عَنهُ له خوا د ټولو عاشقانِ رسول اِسلامي وروڼو پۀ خدمت کښې:

اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اﷲ وَبَرکاتُہ      الحمدُ للہ رَبِّ العٰلمینَ علٰی کلِ حال۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ رَبِّ العٰلمین! خوشحاله شئ! د ربيعُ الاوّل مياشت راتلونکې ده، پۀ ښۀ ښۀ نيتونو سره جشنِ ولادت کولو د پاره تيار شئ۔

تم بھی کرکے اُن کا چرچا اپنے دِل چمکاؤ     اونچے میں اونچا نبی کا جھنڈا گھر گھر میں لہراؤ

(1): د مياشت د راختلو پۀ شپه باندې پۀ دې لفظونو سره 3 ځل پۀ جوماتونو کښې اعلان وکړئ: د ټولو اِسلامي وروڼو او اِسلامي خوئيندو دې مبارک شي د ربيعُ الاوَّل شريف مياشت وليدلے شوه۔

ربیعُ الاوَّل اُمیدوں کی دنیا ساتھ لے آیا دعاؤں کی قَبولیت کو ہاتھوں ہاتھ لے آیا

(2): مهرباني وکړئ! د رَبيعُ الاوَّل شريف پۀ برکت سره دې اِسلامي وروڼه هم د نن نه د يو موټي ګيرې پريښودو نيت وکړي۔ (د سړي ګيره خيريَل يا د يو موټي نه کمول حرام او فوراً د دې نه د توبه کولو سره د دې ګناه د هميشه د پاره پريښودل ضروري دي)

جُھک گیا کعبہ سبھی بُت، منہ کے بل اَوندھے گِرے   دَبدبہ  آمد  کا   تھا،   اَھْلاً   وَّ  سَھْلاً   مرحبا

(3): پۀ سنتو او نيکو باندې د استقامت موندلو (يعنې چې هميشه پرې عمل کيږي د دې) بهترينه فارمولا دا ده چې ټولو اِسلامي وروڼو نن کوم کوم عمل وکړو؟ پۀ دې باره کښې هره ورځ د خپلو اعمالو جاج اخستو سره د نيک اعمال رسالې ډکې کړئ او د هرې انګريزۍ مياشت پۀ وړومبي تاريخ د خپل نزدې ذمه دار سره جمع کړئ۔ د تقویٰ نايابه خزانه به پۀ لاس درشي او د عشقِ رسول ډک جامونه به مو نصيب شي۔