Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

پۀ موټرو، ټيکسيانو، بسونو، ټرکونو، ټرالو، د اوبو پۀ ټينکو، ويګنو، رکشو، سوزکو وغيره باندې مخې يا وروستو دواړو اړخونو ته زما د دعوتِ اِسلامي سره مينه ده وليکي يا يـې په  [بَل چا ] وليکي يا د دې سټيکر ولګوي يا [يـې د بَل چا پۀ] ګاډي ولګوي۔ د هغه ګاډے د حادثې نه بچ کړې او هغه بے حسابه وبخښې، څوک چې يو ګاډے دې د پاره تيار کړي د هغه پۀ حق کښې هم دا دعا قبوله کړې۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

ضروري احتياط: که په جنډه باندې د نعلِ پاک نقش يا څه ليکل شوي وي نو د دې خبرې خيال ساتئ چې نه هغه تار تار شي، نه په زمکه راپريوځي۔ او چې څنګه د ربيعُ الاوّل شريف مياشت تيره شي سمدستي يـې کوز کړئ۔ که احتياط نه شئ کولے او بے ادبي کيږي نو بغير د نقش او بغير د ليک نه ساده مدني جنډے اولګوئ۔ (سګِ مدينه عُفِیَ عَنْہ هم حتَّی الامکان په خپل مکانِ بے نشان په نوم بيتُ الفنا باندې ساده جنډې لګوي، (صبح بہاراں، صفحه: 27)

نبی کا جھنڈا لے کر نکلو دنیا پر چھا جاؤ      نبی کا جھنڈا امْن کا جھنڈا گھر گھر میں لہراؤ

(6): پۀ خپل کور باندې د 12 لَړونو والا يا کم نه کم د 12 بلبونو نه، د دې سره سره پۀ خپله محله کښې هم تر 12 ورځو پورې او پۀ خپل جُومات باندې هلته هم د معمول مطابق لائټنګ وکړئ۔ چرته چې د جومات د چندې نه د 12 ورځو پورې د لائټنګ معمول نۀ وي نو د دې کار د پاره د بيلې چندې کولو سره تر 12 ورځو پورې لائټنګ کيدے شي۔ ټوله علاقه پۀ مدني جنډو او پۀ قِسما قِسم بلبونو سره د ناوې پۀ شان ښکلې کړئ۔ که ممکن وي نو پۀ جومات، د کور پۀ چت او چوک وغيره باندې پۀ لار تيريدونکو او سورلو ته د تکليف ورکولو بغير د عامو خلقو د حقونو خوړلو بغير پۀ فضا کښې زوړند 12 ميټره يا د موقعې پۀ مناسبت سره غټې غټې جنډې ولګوئ۔ د سړک پۀ مينځ کښې جنډې مۀ لګوئ ځکه چې د دې سره د ټريفک نظام متاثره کيږي، د جنډې لګولو د پاره فټ پات هم مۀ راکښنئ، خبردار! پۀ کوڅه وغيره کښې چرته هم داسې سينګار مۀ کوئ د کوم