Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

بدلیاں رَحمت کی چھائیں، بُوندیاں رَحمت کی آئیں

اب مُرادیں دل کی پائیں، آمد شاہِ عرب ہے

(4): د دعوتِ اِسلامي د ذمه دارانو سره سره ټول اِسلامي وروڼه نيت وکړئ چې پۀ هفته واره مدني مذاکره کښې به شرکت (د سوال او جواب شروع کيدو نه کم نه کم 1 ګهنټه 12 منټه) او پۀ هفته واره د سنتو نه پۀ ډکه اجتماع کښې به شپه تيروو، دا نيت هم وکړئ چې هره مياشت به 3 ورځې، پۀ هرو 12 مياشتو کښې 1 مياشت او پۀ ژوند کښې کم نه کم يو ځل د 12 مياشتو د سنتو زده کولو او ښودلو پۀ مدني قافله کښې سفر کوو۔ ټول عاشقانِ رسول پۀ شمول د نګران او ذمه داران دې پۀ رَبيعُ الاوَّل شريف کښې پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې د ايصالِ ثواب پۀ نيت سره کم نه کم د 3 ورځو د پاره د سنتو زده کولو او ښودلو پۀ مدني قافله کښې سفر وکړي او هره ورځ کور درس هم ورکوئ يا يې اورئ۔

میں  مبلِّغ بنوں سنتوں کا ،خوب چرچا کروں سنتوں کا

یا خدا!درس دوں سنتوں کا ،ہو کرم!بہر خاکِ مدینہ

(5): پۀ خپل جومات، کور، دُکان، کارخانه وغيره باندې 12 ګنې کم نه کم يوه مدني جنډه د رَبيعُ الاوَّل شريف د مياشت شروع کيدو د شپې نه تر 12 رَبيعُ الاوَّل پورې ولګوئ۔ پۀ بسونو، ويګنو، ټرکونو، غټو ګاډو، ټيکسيانو، رکشو، ګاډو وغيره باندې مدني جنډه ولګوئ۔ پۀ خپل سائيکل، سکوټر او موټر باندې يـې هم ولګوئ۔ هر طرف ته به د مدني جنډو سپرلے پۀ نظر راځي۔ عام طور پۀ ټرکونو شاته د ساه لرونکو ځناورو غټ غټ تصويرونه او فضول شعرونه ليکلے شوي وي۔ که کيدے شي نو پۀ خپلو ګاډو باندې دا وليکئ: زما د دعوتِ اِسلامي سره مينه ده۔

دعائے عطّار: يا ربِّ مصطفٰے! څوک چې پۀ خپلو سکوټرو باندې (صرف مخې طرفته او)