Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ زړۀ کښې د الله او د رسول محبت زياتولو، او د دِين او دُنيا د خيرونو موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې هم دے۔

٭ د دې  وخت عظيم او روحاني شخصيت اميرِ اهلسنّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ له دا مَدَني مقصد راکړے دے چې ”ما ته د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي۔“ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

٭ د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول د دې مَدَني مقصد پوره کولو د پاره کلي بانډو، د ښار اړخونو او د ښار داسې علاقې چرته چې ديني کار کمزورے وي هلته ځي او د نيکۍ دعوت عام کوي ٭ پۀ هره يوه ورځ خصوصاً د جُمعېيا د اتوار پۀ ورځ اِسلامي وروڼه دغه علاقو ته ځي ٭ هلته پۀ جومات کښې نفل اعتکاف کولے شي ٭ د نيکۍ دعوت عام کولے شي ٭ تاسو هم تشريف راوړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ٭ د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درته ميلاويږي ٭ د نيکۍ د دعوت ورکولو ثواب به درنصيب کيږي ٭ د الله پاک پۀ لاره کښې به د وتو سعادت درنصيب کيږي ٭ د حديثِ پاک خُلاصه ده: پۀ کوم قدم باندې چې د الله پاک پۀ لار کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي ([1]) ٭ کوم کَس چې د الله پاک د رضا د پاره د خپلو مسلمانانو وروڼو خوا له د ښار اړخونو ته لاړ شي، پۀ حديثِ پاک کښې د هغۀ د  پاره د جنّت زيرے راغلے دے۔ ([2])


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:6، صفحہ:507، حدیث:16356 خلاصۃً۔

[2]... معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:472، حدیث:1743۔