Book Name:Sikka Naya Chalega
خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به حَلَّالُ المُشْكِلَاتِ (مشکلاتو حل کولو والا)، دَافِعُ البَلِيَّاتِ (افتونو لرې کولو والا) وي۔([1])
اِس دشتِ بے یقیں میں ایماں مِرے مُحَمَّد سب بحر و بر ہے اُن کا، سلطاں مِرے مُحَمَّد
ہر درد بادَوا ہے ، ہر زَخم باشفا ہے شافِع مِرے مُحَمَّد، دَرمَاں مِرے مُحَمَّد
اسانۍ پيدا کولو والا نبي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ټول د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 9 صفتونه دي کوم چې پۀ دې ځائے کښې ذِکر شو، هسې خو پۀ دې کښې هر يو صِفت داسې دے چې پۀ هغې باندې پوره پوره کتابونه لکيدلے کيدے شي، زۀ صرف د يو پاک صفت طرف ته ستاسو پام راګرځول غواړم، الله پاک فرمائي:
وَ یَضَعُ عَنْهُمْ اِصْرَهُمْ وَ الْاَغْلٰلَ الَّتِیْ كَانَتْ عَلَیْهِمْؕ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغوئي نه هٰغه بوج او قيدونه کوزوي کوم چې پۀ هغوئي وو۔
يعنې اے موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام! پۀ بني اسرائيلو باندې ډير احکام ډير مشکل مشکل دي، زمونږه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به اسانۍ تقسيموونکے نبي جوړيږي او تشريف به راوړي، ٭ د بني اسرائيلو د توبې دا صورت مقرر کړے شو چې پۀ بعضو ګناهونو کښې خپل ځان هلاک کړي نو هله به يـې توبه قبليږي خو د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راتللو نه پس دستور بدل شو، که بنده هر څومره هم لويه ګناه کړې وي، صرف د پښيمانتيا پۀ دوو اوښکو توئيولو به يـې ګناهونه لرې کيږي ٭ پۀ بني اسرائيلو کښې دستور دے چې د کوم يو اندام نه ګناه وشي نو هٰغه اندام دې پرې کړے شي، د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راتللو نه پس به دستور بدليږي، اندامونه به نۀ پرې کولے کيږي ٭ د بني اسرائيلو