Sikka Naya Chalega

Book Name:Sikka Naya Chalega

نبيانو کښې يو حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام۔ ٭ کلام فرمائيلو والا ذات د الله پاک دے ٭ او د خبرو موضوع د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صفتونه او کمالونه دي۔ تاسو اندازه لګولے شئ چې څومره د کمال سره به د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر مبارک شوے وي۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ هٰغه ورځ باندې د الله پاک او د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ترمينځه کومې خبرې وشوې، الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې د هغې ذِکر وکړو، فرمائي: ([1])

اَلَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الرَّسُوْلَ النَّبِیَّ الْاُمِّیَّ الَّذِیْ یَجِدُوْنَهٗ مَكْتُوْبًا عِنْدَهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ وَ الْاِنْجِیْلِ٘-یَاْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ وَ یَنْهٰىهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ یُحِلُّ لَهُمُ الطَّیِّبٰتِ وَ یُحَرِّمُ عَلَیْهِمُ الْخَبٰٓىٕثَ وَ یَضَعُ عَنْهُمْ اِصْرَهُمْ وَ الْاَغْلٰلَ الَّتِیْ كَانَتْ عَلَیْهِمْؕ-فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِهٖ وَ عَزَّرُوْهُ وَ نَصَرُوْهُ وَ اتَّبَعُوا النُّوْرَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ مَعَهٗۤۙ-اُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۠(۱۵۷) (پارہ:9 ، سورۀ اعراف:157)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق کوم چې د دغه رسول تابعداري وکړي کوم چې د غيب خبرونه ورکوونکے دے، د چا نه يـې سبق نۀ دے وئيلے، هٰغه [رسول] چې دوئي (اهلِ کتاب) يـې خپل ځان سره ليکلے شوے پۀ تورات او انجيل کښي مومي، هغه هغوئي ته د نيکۍ حُکم ورکوي او د بدۍ نه يـې منع کوي او د هغوئي د پاره پاکيزه څيزونه حلالوي او ګنده څيزونه پرې حراموي او د هغوئي نه هٰغه بوج او قيدونه کوزوي کوم چې پۀ هغوئي وو، نو هٰغه خلق کوم چې پۀ دې نبي باندې ايمان راوړي او د دوئي تعظيم وکړي او د دوئي مدد وکړي او د هٰغه نُور تابعداري وکړي کوم چې دوئي سره نازل کړے شوے دے نو هُم هٰغه خلق کاميابي موندونکي دي۔

 يعنې هٰغه اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د چا غلامانو ته چې به خاصُ


 

 



[1]... طبری، پارہ:9، سورۂ اعراف، زیرِآیت:157،جلد:6،  صفحہ:83 رقم:15230 ۔